Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان اوسېدونکي: د کانونو پیسې دې یاد ولایت کې ولګول شي

IMG-20241205-WA0034

روزګان کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې ۳۵ ډوله کانونه تثبیت شوي چې له ډلې یې، د مرمرو او پلورایټو یوولس کانونه کورنیو ته په قرارداد ورکړل شوي دي.

د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاري اغاولي قریش وايي، دا کانونه د استخراج په حال کې دي او زرګونه کسانو ته په‌کې د کار زمینه هم  برابره شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي وویل: «په روزګان کې د ۳۵ مینرالونو بېلابېل کانونه تثبیت شوي. دغه کانونو له ډلې څخه یوولس د مرمرو او پلورایټو کانونه په قرارداد ورکړل شوي دي. دا قراردادونه ټول کورنۍ شرکتونو ته ورکړل شوي چی اوس ډېری داستخراج په حال کي دي او په دغه کانونو کي زرګوتو کسانو ته دکار زمینه هم برابره شوې ده.»

روزګان اوسېدونکي بیا د کانونو د عواېدو په اړه د حکومت څخه ځانګړې غوښتنې لري. دوی وایي، د کانونو له استخراج څخه ترلاسه کېدونکې پیسې باید په روزګان کې مصرف شي.

د هغوی په وینا، دا پیسې باید د عامه تاسیساتو جوړولو، لکه ښوونځیو، روغتونونو، سړکونو او نورو پرمختیايي پروژو لپاره وکارول شي.

د یاد ولایت اوسېدونکي همداراز وښتنه لري چې سرپرست حکومت باید د کانونو په بدل کې د سیمې خلکو ته نور کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

د یاد ولایت اوسېدونکي بشېراحمد ځواک وویل: «زموږ له حکومت څخه غوښتنه ده، کوم کانونه چې استخراج کېږي، په دې پیسو دې، موږ ته عامه تاسیسات، سړکونه ښوونځي، روغتونونه او د بیارغونې کارونه وکړي او حکومت د دې په بدل کي باید خلکو ته کاري فرصتونو پیدا کړي.»

د روزګان یوه بل اوسېدونکي محیب‌الله کاکړ هم وویل: «زموږ له دولت څخه دا هیله ده چې کومې پیسې چې له دغه کانونو څخه لاسته راځي، باید په روزګان کې مصرف شي او روزګان کې ځینې پروژې پلي شي.»

بل‌خوا د کانونو برخې کارپوهان پر دې باور دي چې د کانونو منظم استخراج د یوې ټولنې د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ لپاره خورا اړین وي.

د اقتصادي چارو کارپوه سمېع‌الله امیني وویل: «که د کانونو عایدات په شفاف ډول مدیریت شي او په سیمه‌ییزو پرمختیايي پروژو کې ولګول شي، نو د سیمې په پرمختګ، د عامه تاسیساتو جوړولو او د ژوند معیار په لوړولو کې خورا اغېزناک تمامېږي، خو د کانونو ارزښت هغه وخت بشپړه ګټه ورکوي چې استخراج یې د چاپېریال ساتنې او د خلکو د حقونو په پام کې نیولو سره ترسره شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

که څه هم د روزګان کانونه د زرګونو کسانو لپاره د کار زمینه برابروي، خو د یاد ولایت اوسېدونکي غواړي د دې عواېدو څخه د سیمې د پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام