د غزې په بېلابېلو سیمو کې د تېرې دوو ورځو پرمهال د اسراییلو د هوايي او ځمکنو بریدونو له امله ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
روغتیايي چارواکي وايي چې د دوشنبې پر ماښام د غزې سوېليښار په خانیونس ته نږدې په یوه کافه کې د اسراییلو د برید له امله اووه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د دوی په وینا، د روانې اوونۍ د یکشنبې شپې راهیسې د بریدونو پرمهال ۳۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د غزې مرکز نصیرات کډوالو کمپ ته تېره ورځ اسراییلو ټانکونه ورلېږلي او د یادې سیمې اوسېدونکي او بېځایه شوي د ټانکونو د ډزو له امله ووېرول.
یوازې ۲۰ کسان هغه مهال ووژل شول چې پر دې کمپ اسراییلي ځواکونو هوايي بریدونه وکړل.
غزه کې د اسراییلو د روانو بریدونو له امله تر دې مهاله ۴۳۵۰۰کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او نږدې ۱۰۰زره کسان ټپیان شوي دي.