د ایران له ملاتړ برخمنې ډله، حزبالله وايي چې عیتاالشعیب سیمه کې یې، د اسراییلو پر پوځي مرکزونو او سرتېرو راکېټي بریدونه کړي دي.
دې سیمه کې حزبالله له تېرو دوو اوونیو راهیسې له اسراییلي ځواکونو سره په منظمه توګه په نښته دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اسراییلو د حزبالله ډلې د مشر له وژنې وروسته لبنان کې هوايي او لنډمهاله عملیات پیل کړي چې تر دې مهاله دواړو لوریو ته درنه مرګژوبله اوښتې.
بلخوا د اسراییلو پوځ ادعا کړې چې د تېرو ۲۴ ساعتونو پرمهال لبنان کې یې، د حزبالله ډلې ۷۰ هدفونه په نښه کړي دي.
اسراییلو د حزبالله ډلې د ټانک ضد مرکزونو سربېره، پوځي مرکزونه او د وسلو زېرمو باندې بریدونه کړي دي. په ورته مهال اسراییلو د دې ادعا هم کړې چې له لبنان د دوی لور ته ورتلونکې یوه بېپېلوټه الوتکه یې، نسکوره کړې.
د اسراییلو پوځ ویلي چې دغه الوتکه کې بمونه ځای پر ځای شوي وو او جلیلي سیمه کې د خطر زنګ له فعالېدو وروسته، وېشتل شوې.
تېره ورځ د اسراییلو پوځ وویل چې لس سرتېري یې، حزبالله سره په نښته کې وژل شوي او ۲۴ نور ټپیان دي. نږدې یوه میاشت کې د اسراییلو ۳۲ سرتېري په لبنان کې وژل شوي دي.