Asset 1SWN

هرات کې یوه کس خپل پلار وژلی

30b8c340-2d5c-423f-b9a8-ef62f55fc201

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط‌‌سنګي ولسوالي اړوند سیمه کې یوه کس خپل پلار وژلی دی.

پېښه نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه رامنځته شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د رباط‌سنګي د ولسوال مرستیال عبدالرحیم رحماني سلام‌وطندار ته وايي چې پېښه د پلار او زوی د لفظي شخړې له کبله رامنځته شوې چې زوی خپل پلار په کلاشینکوف وژلی دی.

بل‌خوا د یادې ولسوالي اوسېدونکی عبدالله قادري بیا وايي چې د نښتې لامل له میراث د زوی محرومول و.

یاد کس د امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی او دا مهال تر څېړنو لاندې دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له دې وړاندې هم په دغه ولایت او د هېواد په نورو ولایتونو کې هم ورته پېښې رامنځته شوي چې لامل یې، تر ډېره کورنی تاوتریخوالی یاد شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام