عامې روغتیا وزارت: هېواد کې یونیم میلیون کسان د سترګو پر ناروغي اخته دي

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې دا مهال هېواد کې یو میلیون او ۵۰۰زره کسان د سترګو پر بېلابېلو ناروغیو اخته دي.
د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو معیین عبدالولي حقاني دې نمانځ‌غونډه کې وویل چې هرکال په هېواد کې ۲۵زره کسان د خپلې یوې سترګې لید له لاسه ورکوي.

پکتيا کې په څه باندې درې ميليونه افغانۍ د اوبولګولو کانال جوړېږي

د پکتیا کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په څه باندې درې میلیونه افغانۍ د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې.

د یاد ریاست له لوري نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغه کانال د زرمت ولسوالي اړوند کوتي‌خېل کلی کې جوړېږي.

هرات کې یوه کس خپل پلار وژلی

د هرات محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د رباط‌‌سنګي ولسوالي اړوند سیمه کې یوه کس خپل پلار وژلی دی.

پېښه نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه رامنځته شوې.

د اسراییلو بریدونه؛ خان‌یونس کې پنځه کسان مړه شوي

د غزې په خان یونس کې د اسراییلو ځواکونو د جېټ‌الوتکو په بریدونو کې د یوې کورنۍ پنځه غړیو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

الجزیري خبري شبکې نن پنج‌شنبه، اکتوبر لسمه راپور ورکړی چې دغه کورنۍ د غزې سوېل د خان یونس په «الفخري» سیمه کې په نښه شوې.

بلخ کې د مېرمنو د کورني تولیداتو یو ورځنی نندارتون جوړ شوی

بلخ کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې دغه ولایت کې د ښځو کورني تولیداتو او کرنیز یو ورځنی نندارتون جوړ شوی دی.

دغه نندارتون نن پنج‌شنبه، تلې ۱۹مه د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې جوړ شوی او مالي لګښت یې، د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې یا یونېسف له لوري ورکول کېږي.