Asset 1SWN

سلام وطندار

د زړه نړیواله ورځ؛ لروپرتو سیمو کې د زړه ناروغان درملنې ته لاسرسی نه‌لري

20230907_103808

د زړه له نړیوالې ورځې سره هم مهاله، هېواد کې د زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوشمېر کورنۍ وايي، د زړه ناروغیو د درملنې مرکزونو ته لاسرسی نه‌لري.

د نيمروز اوسېدونکې نازنين چې ماشوم يې د زړه پر ناروغۍ اخته دی او په اندراګاندي روغتون کې بستري دی، وايي، په خپل ولایت کې يې د زړه د درملنې د مرکزونو نشتوون له امله اړ شوې چې خپل ماشوم د درملنې لپاره کابل ته راولي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

هغه وویل: «ماشوم مې د غور ولسوالي، نیمروز او حتا هرات ته یوړ، خو درملنه یې ونه‌شوه؛ له هغه وروسته د غور ډاکترانو راته وویل چې کابل ته بوځه.»

د کندوز اوسېدونکې مريم چې ماشوم یې، اندراګاندي روغتون کې بستر دى، وايي، هره اوونۍ د خپل ماشوم د درملنې لپاره دغه روغتون ته ورځي. «ماشوم مې له زېږون تراوسه دغه روغتون کې بستر دی. کله یوه اوونۍ کور کې او یوه اوونۍ هم روغتون کې یم.»

په همدې حال کې د افغاني سرې مياشتې ټولنې مسوولان وايي چې په تېرو درېيو کلونو کې د دغې ادارې له لارې د هېواد په دننه او بهر کې د څلور زره ماشومانو چې د زړه په ناروغيو اخته وه درملنه شوې.

د افغاني سرې میاشتې د ویاند مرستیال فضل الحق مقصودیار وايي، دا مهال په هېواد کې ۱۴ زره ماشومان چې د زړه سوري لري د درملنې په تمه دي. «افغانستان کې ۱۴زره ماشومان درملنې ته اړتیا لري. ډېری یې د درملنې وړ نه‌دي، خو هڅې روانې دي چې درملنې ته یې، زمینه برابره شي. هغه ناروغان چې د درملنې زمینه یې، برابره ده، هره ورځ کورنیو روغتونونو ته ورپېژندل کېږي.»

یوشمېر ډاکټران د امېندوارو مېرمنو له‌خوا په خپلسري ډول د درملو کارول او له نږدې خپلوانو سره ودونه د ماشومانو د سوري زړه ناروغۍ د اخته‌کدو اصلي لاملونه بولي.

د ماشومانو روغتیا روغتون کې د زړه ناروغیو ډاکټر احمدجاويد وايي: «په ماشومانو کې د زړه ناروغي په عمده توګه په میندو پورې اړه لري. مېندې باید د امیندوارۍ پرمهال د درملو کارولو ته جدي پاملرنه وکړي او مناسب درمل وکاروي. همدارنګه له نږدې خپلوانو سره واده د دې ناروغۍ یو له اصلي لاملونو څخه دی. په لویانو کې مختلف عوامل لکه د وینې لوړ فشار، د مخدره توکو کارول او خوړو ته نه‌پام، د زړه د ناروغۍ لوی لاملونه دي.»

د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د وینې لوړ فشار په نړۍ کې د ۳۰ او ۷۹ کلونو ترمنځ شاوخوا ۱.۳ میلیارډ د لوړ عمرلرونکې کسان اغېزمن کړي دي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د دې ادارې په وینا، د وینی لوړ فشار په لویانو کې د زړه د ناروغیو یو له لویو خطرونو څخه دی. باید وویل شي چې تر دې مخکې د عامې روغتیا وزارت چارواکو په یوه پروګرام کې ویلي و، افغانستان کې ۲۱سلنه مړینې د زړه د ناروغیو له امله دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام