Asset 1SWN

بادغیس کې په ۲۲زره ډالره د توبرکلوز د تشخیص دستګاه فعاله شوه

photo_2024-09-24_11-02-15

بادغیس کې چارواکي وايي چې دغه ولایت کې د ۲۲زره ډالرو په ارزښت د توبرکلوز د تشخیص دستګاه فعاله شوه.

د مسوولانو په وینا، د توبرکلوز د تشخیص دغه څلورمه دستګاه د جوند ولسوالي روغتیايي مرکز کې فعاله شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د بادغیس والي د رسنیو دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له دې پرته درې نورې دستګاوې دا مهال د قلعه‌نو مرکزي روغتون او د ولسوالیو په روغتیايي مرکزونو کې فعالې دي.

دغه دستګاه د یو‌اېن‌ډي‌پي‌ په مالي لګښت په ۲۲ زره امریکايي ډالرو فعاله شوې ده.

په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي چې د یادې دستګاه په فعالېدو سره به د توبرکلوز ناروغۍ د تشخیص او درملنې برخه کې د خلکو ستونزې هوارې شي.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

بادغیس کې داسې مهال د توبرکلوز د تشخیص دستګاه فعالېږي چې د هېواد لروپرتو سیمو او ولایتونو کې خلک د روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام