Asset 1SWN

خوست کې په ۹۳زره ډالرو د یوه کانال د جوړېدو چارې پیل شوې

IMG-20240912-WA0006

د خوست محلي مسوولان وايي چې دغه ولایت کې په شاوخوا ۹۳زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه کانال د جوړېدو چارې پيل شوې.

د یاد ولایت د شمل‌خرم فرعي سينديزې حوزې مسوولان وايي، دغه کانال د اسماعيل‌خېلو مندوزيو ولسوالي اړوند د «ارخېلو» په سيمه کې يې چارې پيل شوې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د شمل‌خرم فرعي سينديزې حوزې رییس عبدالقيوم ثابت وايي، ياد کانال د ملګروملتونو د کرنې او خوړو سازمان «FAO» په مالي لګښت جوړېږي.

د ثابت په وينا، ياد کانال ۱۲۰۶متره اوږدوالی لري چې په جوړېدو سره به يې ۱۲۲ هکتاره ځمکه خړوبه او چارې به يې، په راتلونکو پنځو مياشتو کې بشپړې شي.

له دې کاناله به ۷۳۰ کورنۍ ګټه واخلي.

د سيمې اوسېدونکي هم د يادې پروژې په پيل خوښ دي او وايي، د ياد کانال پر جوړېدو به د اوبو ضایع‌کېدو مخه ونيول شي او کرنيز حاصلات به يې لوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دوی غوښتنه کوي چې پلې‌کېدونکو پروژو چارو کيفيت ته دې ځانګړې پام وشي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام