Asset 1SWN

 یوه لارۍ‌چلوونکي درې اسراییلیان وژلي

download

په لوېدیځه غاړه کې درې اسراییلي ملکي وګړي هغه مهال وژل شوي چې یوه وسله‌وال پرې د اردو له پولې ډزې وکړې.

رویټرز خبري اژانس په یوه راپور کې ویلي، له هغه وخت راهیسې چې حماس د اکتوبر پر اوومه پر اسراییلو برید وکړ، اردون سره د پولې په اوږدو دا د خپل ډول لومړی برید دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

چارواکي وايي، برید د اسراییلو تر کنټرول لاندې د سوداګریزو توکو په یوه سیمه کې شوی چې د اردن باروړونکې لارې لوېدیځې غاړې ته ننوځي.

دغه پوله همداراز د پاچا حسین پُل په نوم هم یادېږي چې د پلازمېنې عمان او بیت المقدس ترمنځ پرته ده.

بریدګر ۳۹کلن زیاب‌حسین ال‌جازي‌ د لارۍ چلوونکی یاد شوی چې د اردون حوثي قبیلې سره تړاو لري او د اسراییلو په ځوابي برید کې یې، هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

اسراییلو ویلي، وسله‌وال له پولې سره نږدې الن‌بای پُل سره نږدې خپله لارۍ ودروله او پر اسراییلي پوځیانو یې، ډزې پیل کړې. د دوی په وینا، د وسله‌والو په ډزو کې درې اسراییلي ملکي وګړي وژل شوي دي.

اردون وايي، د پېښې په اړه یې، پلټنې پیل کړې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

الن‌بای پُل چې د اردن او اسراییلو ترمنځ د سوداګرۍ لپاره له حیاتي لارو شمېرل کېږي تړل شوی دی. له دې لارې د لوېدیځې غاړې څه باندې درې میلیونه فلسطیني وګړو ته خدمات رسول کېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام