Asset 1SWN

د نیوزیلنډ او افغانستان ټسټ‌لوبه؛ ۲۰ لوبغاړي سبا هند ته ځي

Afghanistan-Cricket-Team

د افغانستان کرېکټ بورډ د نیوزیلنډ پر وړاندې د «یوازینۍ ټسټ» لوبې د تمریناتي کمپ لپاره د شلو لوبغاړو نوملړ په ډاګه کړ چې سبا چهارشنبه، وږي اوومه به د هند پر لوري وخوځېږي.

په اعلان شوي نوملړ کې یو‌شمېر هغه لوبغاړي هم لیدل کېږي چې د سږکال د شپږیزې کرېکټ لیګ نهم پړاو کې یې، ښه لوبې وکړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کرېکټ بورډ د اعلان له مخې، دغه لوبغاړي به د هند ګرېټرنوېډا کرېکټ لوبغالي کې د روانې اکسټ میاشتې پر ۲۹مه خپل تمریناتي کمپ پیل کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ د عوراوي کمېټې د مشر احمدشاه سلیمان‌خېل له خولې لیکلي چې د تمریناتي کمپ لپاره شل لوبغاړي غوره شوي او په وینا یې، د لوبغاړو لوبیز حالت او پیاوړتیا ته په پام سره به ترې ۱۵ کسیزه لوبډله غوره شي.

د اعلان شویو لوبغاړو په ډله کې د کورني کرېکټ یو‌شمېر ځوان لوبغاړي هم لیدل کېږي چې په لومړي ځل د ملي لوبډلې لپاره تمریناتي کمپ ته غوره شوې دي.

په یاد شل کسیز نوملړ کې حشمت‌الله شهیدي (لوبډلمشر)، ابراهیم ځدراڼ، ریاض حسن، عبدالمالک، رحمت شاه، بهیرشاه محبوب، اکرام علي‌خېل (ویکټ ساتونکی)، شاهدالله کمال، ګلبدین نایب، افسرځاځی (ویکټ ساتونکی)، عظمت‌الله عمرزی، ضیاءالرحمن اکبر، شمس‌الرحمن، قیس‌احمد، ظاهرخان، نجات مسعود، فریداحمد ملک، نوید ځدراڼ، خلیل‌احمد او یما عرب شامل دي.

په اعلان شوې لوبډله کې بیا د راشدخان، مجیب‌الرحمن، نوین‌الحق او فضل‌الحق فاروقي نومونه نه‌لیدل کېږي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان به د راتلونکې سپټمبر میاشتې پر ۹مه د هند په ګرېټرنویډا کرکټ لوبغالي کې د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په لومړي ځل یوازینۍ ټسټ لوبه کې ولوبېږي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام