Asset 1SWN

تېرکال څه باندې یو میلیون کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شوي

GVuchKMW0AA1Mct

د کلیوبیارغونې او پراختیا وزارت مسوولان وايي چې تېر یوه کال کې د هېواد په کچه یو میلیون، ۵۲۵زره او ۴۰۰ کسانو ته د څښاک پاکو اوبه برابرې شوې دي.

د یاد وزارت مسوولانو دغه څرګندونې نن شنبه، وږي درېیمه کابل کې د امارتي ادارو د یو کلنو لاسته‌راوړنو د تشرېح پروګرام کې کړې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د مسوولانو په وینا، هېواد کې د یو میلیارډ افغانیو په ارزښت، د اوبورسولو ۲۶۶ پروژې هم پلې شوي او د ۱۴۹ پروژو چارې روانې دي.

د ۱۴۹ روانو پروژو په بشپړېدو سره به ۶۶۴زره او ۹۱۶ کسانو ته د څښاک اوبه برابرې شي. په ورته مهال  تېرکال د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې ۱۰۰ چک‌ډېمونه او بندونه جوړ شوې دي.

دغه چکډېمونه او کوچني بندونه تېرکال بادغیس، بغلان، بلخ، پروان، پکتیا، زابل، سرپل، فراه، کاپیسا، کندوز، نورستان، نیمروز او هرات ولایتونو کې د ۴۲۶ میلیونه افغانیو په ارزښت جوړ شوې دي.

همدارنګه د وزارت د چارواکو په وینا، په دې وروستیو کې د ۲۳ ولایتونو په ۵۱ ولسوالیو کې په سلګونو کیلومتره سړکونه جوړ شوي او په بېلابېلو ولایتونو کې د ۳۸۸ کیلومتره سړکونو د جوړولو چارې دوام لري.

په همدې حال کې د نیمروز د کج ستار بند د جوړولو پروژې د امکان سنجونې مطالعه او د فراه ولایت، ګلستان ولسوالي د اوبو بند د ډیزاین چارې روانې دي چې نږدې راتلونکي کې به یې ودانیزې چارې هم پیل شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د بادغیس قادس ولسوالي کې بیا د ۲.۵ میلیونه امریکایي ډالرو په ټولیز ارزښت، د اوبو بند جوړېږي چې د دې پروژې پر پلي‌کېدو سره به، ۱۴۰۰ هکټاره کرنیزه ځمکه خړوبه شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام