Asset 1SWN

تکل: دراني چې د کومو خطرونو نسبت افغانستان ته کړی له پاکستانه لیدل کېږي

01000000-0a00-0242-038c-08dbba9e59e5_cx2_cy2_cw95_w1200_r1

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیااحمد تکل وايي، د پاکستان بهرنیوچارو وزارت استازي چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی، د هغه احتمال له پاکستان څخه لیدل کېږي.

اصف خان دراني تېره ورځ له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، ښايي له افغانستان څخه د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر ۱۱مه په څېر یوه بله پېښه وشي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

ضیااحمد تکل نن سه‌شنبه، د زمري ۳۰مه پر خپله اېکس‌پاڼه د دراني دې څرګندونو ته په غبرګون کې لیکلي: «نوموړي «اصف دراني» چې د کومو ستونزو او خطرونو نسبت افغانستان ته کړی په حقیقت کې د دې هر څه احتمال له پاکستان څخه لیدل کیږي. افغانستان اوس يو امن او باثباته هېواد دی چې د بهرنیو هېوادونو پورونو او مرستو باندې د اتکاء پر ځای د خپلو سرچينو په کارولو سره د اقتصادي ځان‌بسياينې لپاره هلې ځلې کوي.»

تکل همداراز د دراني څرګندونې د ده په ټکو له «ځمکنیو واقعیتونو» لرې او د افغانستان په تړاو د ذهنیتونو د مغشوشولو هڅه بللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ټينګار کړی چې سرپرست حکومت داعش په بشپړه توګه له‌منځه وړې او په وینا یې، «که د ډيورنډ کرښې پورې غاړه د داعش پټن‌ځايونه له‌منځه يوړل شي، د دې ډلې گواښ په بشپړ ډول له‌منځه تللی شي.»

تکل د ټي‌ټي‌پي په تړاو هم ویلي چې دا موضوع د پاکستان کورنۍ مسله ده او کورنی حل غواړي. «د افغانستان حکومت د خپل نېک نيت ثبوت پخوا وړاندې کړی، نور بايد د پاکستان اغېزناک ارگانونه د ستونزې د حل لپاره عقلاني او عملي اقدامات وکړي. ښاغلی دُرانی بايد پوه شي چې دا د ديپلوماتانو دنده ده چې پرېنږدي پاروونکې رسنيزې تبصرې يې د هېوادونو اړيکې زيانمنې کړي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي اصف دراني همداراز ویلي چې نړیوالې ټولنې افغانستان هېر کړی او په وینا یې، د اوکراین او غزې له جګړې وروسته دغه هېواد د نړیوالو رسنیو لومړیتوب نه‌دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام