Asset 1SWN

د ښار جوړولو وزارت: یوه کال کې ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه تایید شوي

Acting-Minister-of-Urban-Development-qs5q3o30wp21md8z72h37dnhxbqq00j9yiemcmvi4o

د ښار جوړولو وزارت مسوولانو د دوشنبې په ورځ د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې د امارتي ادارو د یوکلنو لاسته‌راوړنو د وړاندې کولو په پروګرام کې ویلي چې تېر کال د ولایتونو لپاره ۵۷ ښاري پراختیايي پلانونه منل شوي دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د دغه وزارت سرپرست حمدالله نعماني وايي، تېر کال یې ۴۴۳ رغنیزې پروژې څارلي او له ۳۰۰۰ څخه زیاتې ښاري سرغړونې یې په نښه کړې دي. د نوموړي په وینا، اوس د دغه وزارت ۷۰۰ پروژې چې د نړیوال بانک له‌خوا تمویلېدې، نیمګړې پاتې دي.

د ښار جوړولو وزارت د ښاري چارو مرستیال مرادعلي کریمي بامیاني وايي، د ټرافیکي ګڼه‌‌ګوڼې د کمولو په موخه به د کابل په چهاراسیاب، خاک‌جبار، ستالف او ارغندي ولسوالیو کې څلور ټرانسپورټي ترمینلونه جوړ شي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یادونې ده چې د ښار جوړولو وزارت په تېر یوه کال کې په ۲۹ ولایتونو کې د ۴۶ ښارګوټو او د کابل او کندهار پر لویې لارې د ۳۱۲ جوماتونو د جوړولو چارې هم بشپړې کړې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام