Asset 1SWN

سلام وطندار

اسپانیا له ترکیې «هورجت» جنګي الوتکې اخلي

HURHET

د اسپانیا هوايي ځواک اعلان کړی چې له ترکیې به د «هورجت» په نوم ۲۴ نوې پرمختللې جېت‌الوتکې وپېري.

له ترکیې د نویو الوتکو پېر، د اسپانیا هوايي ځواکونو د پیاوړي کولو او د الوتکو نوي کولو لپاره یوه هڅه بلل کېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د هورجت یوه الوتکه تېره ورځ د اسپانیا «تورحون ډي اردوز» مرکز کې ښکته شوې او ټاکل شوې چې تر راتلونکو اوونیو د یاد هېواد یو پلاوی د دې الوتکو د پېر قرارداد وروستي کولو لپاره ترکیې ته سفر وکړي.

اسپانیا له ۲۰۲۳کال راهیسې د دغه هېواد تولید اف‌-۵ جېټ الوتکو پر ځای، د نوي نسل جټ الوتکو د پېرل په لټه کې ده.

هورجت د ترکیې هوايي صنعت له‌خوا جوړې شوې جېټ‌الوتکې دي چې دوه پيلوټان له‌خوا کنټرولېدای شي او د برید لپاره چمتو شوې دي. دغه الوتکې چې له غږ ګړندی تګ لري، د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۷کال کې یې، په رسمي توګه د تولید چارې پیل شوې.

انکارا وايي، هوډ لري چې راتلونکو کلونو کې د هورجت جیت الوتکو یوې بڼې جوړې کړي چې وکولای شي، د الوتکو لېږدېدونکو کښتۍ څخه د الوتنې او ښکته کېدو وړتیا ولري.

ترکیې په دې وروستیو کې د الوتکو جوړولو صنعت کې د پانګونې له امله بریالی شوی چې د بېلابېلو الوتکو جوړولو برخه کې ښې لاسته‌راوړنې ولري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

اسپانیا، اذربایجان او کاناډا د هغو هېوادونو له ډلې دي چې د هورجت جنګي الوتکو له پېرودونکو څخه دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام