Asset 1SWN

راشدخان شل اووره نړیوالو لوبو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې

rashid-khan

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووره سیالیو لوبډلمشر راشدخان په نړیوالو شل اووره سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې بشپړې کړې.

نوموړی په نړیواله کچه دویم لوبغاړی دی چې دومره وېکټې ترلاسه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

راشدخان په شل اووره نړیوالو لوبو کې د ۶۰۰ وېکټو ترلاسه کولو وروسته پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: « ۶۰۰ وېکټې! ستاسو د ټولو له مېنې او ملاتړ مننه!»

راشدخان له ۲۰۱۵کال راهیسې تر دې مهاله په نړیواله کچه شل اووره سیالیو کې ۴۴۱ لوبې کړي چې ۴۳۸ اننګزونو کې یې، ۶۰۰ وېکټې ترلاسه کړي دي. نوموړي په دې لوبو کې ۱۰۱۴۸ بالونه کړي چې ۱۰۹۵۳ منډې یې ورکړې دي.

همداراز نوموړي په دې لوبو کې څلور ځلې پنځه وېکټې او ۱۴ وار څلور وېکټې اخیستې دي. غوره توپ‌اچوونه یې، هم د ۶ وېکټو په بدل کې ۱۷ منډې دي.

د وېسټ انډیز ډېوېن براوو په نړیواله کچه لومړی لوبغاړی دی چې په شل اووره سیالیو کې یې، تر ټولو ډېرې وېکټې ترلاسه کړي دي.

براوو په ۵۷۸ لوبو کې ۶۳۰ وېکټې ترلاسه کړي دي. راشدخان بیا ۴۴۱ سیالیو کې ۶۰۰ وېکټې او سونیل نارین هم ۵۱۹ لوبو کې ۵۵۷ وېکټې اخیستې دي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

عمران طاهر هم څلورم او د بنګله‌دېش شکېب‌الحسن پنځم ځای خپل کړی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام