Asset 1SWN

سلام وطندار

روزګان کې راستانه شویو ته په څه باندې یو میلیون افغانۍ غرفې جوړې شوې

ca9df396-45c4-4e74-8f82-6b24b05bf5e6

 د روزګان ترینکوټ ښار کې راستانه شویو کډوالو ته د یو میلیون او ۶۴۰زره افغانیو په لګښت ۴۰ غرفې ووېشل شوې.

دغه غرفې د ناروې کډوالو شورا «NRC» په مالي لګښت او ترینکوټ ښاروالي په همکاري راستانه شویو ته ورکړل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ترینکوټ ښاروالي رییس عبدالرشید «هدایت‌الله» له یادې موسسې مننه وکړه او ټينګار یې وکړ چې ورته پروژې خلکو ته د کارکولو زمینې برابرولو کې ګټورې دي. هغه غوښتنه وکړه چې دې ته ورته نورې پروژې دې هم پلې شي.

هغه وویل: «د ترینکوټ ښاروالۍ ریاست تل د موسساتو سره زیاته همکاري ښودلې او په راتلونکي کي هم  د زياتي همکارۍ ډاډ ورکوم، څو په ښار کی دا ډول پروژی پلي کړي.»

د روزګان د اقتصاد ریاست په استازيتوب د پراختیايي چارو امر حمیدالله اغا ژمنه وکړه چې ښار کې د پراختیايي پروژو پلي‌کولو برخه کې به خپلې هڅی جاری وساتي.

نوموړي دغه ولایت کې له نورو نړیوالو موسسو څخه هم غوښتنه وکړه چې په ترینکوټ ښار کې دننه د پراختیايي پروژو پراختیا او پلي‌کېدو ته پاملرنه وکړي.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

روزګان کې دغه غرفې داسې مهال وېشل کېږي چې لاهم له ګاونډیو هېوادونو راستانه شوي ګڼ‌شمېر افغانان له وزګارتیا او کاري بې‌ثباتۍ شکایت کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام