د عراق په شمال موصل ښار کې د «النوري تاریخي جومات» په یوه دیوال کې پنځه ستر بمونه پیدا شوې دي.
دغه جومات چې د ۱۲مې پېړۍ پورې تړاو لري، د منار له امله یې مشهور دی چې د ۲۰۱۷کال پرمهال د داعش وسلهوالې ډلې لهخوا نړول شوی دی.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د یونېسکو لهخوا په ۲۰۲۰ کال کې د دغه جومات د بیارغونې لپاره هڅې روانې دي.
یونېسکو ویلي چې د جومات په سوېلي دیوال کې یې پنځه داسې ستر چاودېدونکي توکي موندلي چې د لویې ویجاړۍ لپاره جوړ شوي وو.
د یاد سازمان په یوې بیانیه کې راغلي: «دغه چاودېدونکي توکي په یوه داسې دیوال کې ځای پر ځای شوي وو چې په ځانګړي ډول جوړ شوی و.»
په بیانه کې همداراز ویل شوي: «عراقي چارواکي سمدستي خبر شول، سیمه یې خوندي کړه او اوس وضعیت په بشپړه توګه تر کنټرول لاندې دی. یو بم خنثی شوی او لهمنځه وړل شوی او پاتې څلور یو بل سره نښلول شوي او په راتلونکو ورځو کې به په خوندي ډول خنثی شي.»
د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، عراقي چارواکو له یونېسکو څخه وغوښتل چې د «النوري جومات» د بیارغونې ټول عملیات ودروي او تر هغه چې دغه بمونه خنثی شوي نهوي، سیمه دې تشه کړي.
د داعش مشر ابوبکر البغدادي په ۲۰۱۴کال کې له دې جومات خلافت اعلان کړ او ۲۰۱۷کال کې د موصل ښار ازادولو پرمهال یې جنګیالو دغه جومات په بمونو والوځاوه او ویجاړ یې کړ.