Asset 1SWN

افغانستان نړیوال جام په بریا پیل کړ

382032

د وېسټ‌انډیز او امریکا په کوربه‌‌توب د روان ۲۰۲۴کال شل اووره سیالیو نړیوال جام له سي ګروپ څخه نن افغانستان د یوګاندا پر وړاندې لوبه وکړه چې دې لوبډلې ته یې په ۱۲۵ منډو ماته ورکړه.

دغه سیالي نن سه‌شنبه، جون څلورمه، د افغانستان پر ۵ بجې پیل شوه چې په‌کې افغانستان لومړی توپ‌وهنه وکړه او د پنځو لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۸۳ منډې جوړې کړې.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رحمن‌الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ د تل په څېر یو ځل هم دې لوبه کې ښکلی پیل وکړ او د ۱۵۴ منډو ملګرتیا یې وکړه.

رحمن‌الله ګربز ۷۶ منډې او ابراهیم ځدراڼ هم ۷۰ منډې وکړې چې تر نورو لوبغاړو ډېرې وې.

په توپ‌اچوونه کې بیا فضل‌الحق فاروقي کم‌سارې توپ‌اچوونه وکړه او څلور اورونو کې یې ۹ منډې ورکړې او د یوګاندا پنځه لوبغاړي یې وسوځول. د لوبې غوره لوبغاړی هم فاروقي ونومول شو.

نوین‌الحق دوه اورونو کې دوه اورونو کې څلور منډې، دوه وېکټې، راشدخان څلور اورونو کې ۱۲ منډې، دوه وېکټې، مجیب‌الرحمن درې اورونو کې ۱۶ منډې او یوه وېکټ ترلاسه کړه.

افغانستان په سي ګروپ کې له دې بریا سره د جدول سرځای ته پورته شو او د دوو امتیازونو ترڅنګ یې رنز رېټ هم ۶.۲۵۰ دی. وېسټ‌انډیز هم په یوې بریا د جدول دویم ځای کې دی. له هر ګروپ څخه یوازې دوه لوبډلې بل پړاو ته د تلو چانس لري.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

افغانستان روان نړیوال جام کې خپله دویمه سیالي، له نیوزیلنډ سره د جون پر اتمه نېټه «شنبه، د غبرګولي ۱۹مه» ترسره کړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام