Asset 1SWN

ټرافیکي ګڼه‌ګوڼه؛ د جلال‌اباد اوسېدونکي: ښار دې پراخ شي

7607841404_220d2606c9_b

د ننګرهار مرکز  جلال‌اباد ښار یو‌شمېر اوسېدونکي وایي چې ښار کې د ګڼې‌ګوڼې له امله ډېری وخت خپلو کارونو ته پر وخت نه‌شي رسېدلی او له حکومت غواړي چې د ښار پراخېدو ته پاملرنه وکړي.

د دوی په وینا، ښاروالي او اړوند ادارې دې د ښار او سړکونو پراخولو ته ځانګړې پاملرنه وکړي او واټونه، سړکونه او د پلي تګ لارې دې په معیاري توګه ورغول شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د جلال‌اباد ښار اوسېدونکي عبیدالله سلام‌وطندار ته وویل: «قومنداني مخې ته دا سړک پخوا خام و، اوس دا دی پوخ شو، نو ډېرې ستونزې ورسره حلېږي، مخکې به لارې بندې وې، ټکرونه به کېدل، داسې نور سړکونه هم دي چې بايد پاخه شي.»

د جلال‌اباد یوه اوسېدونکي چې دغه ښار کې ټکسي چلوي، وايي، پخوا د سړکونو تنګ‌والي له کبله خلک له ډېرو ستونزو سره لاس او ګرېوان و. «مخکې ځینې سرکونه ډېر تنګ و، اوس پراخ شوي. د خلکو مشکلات زيات و. امارت دې کور ودان وي چې داسې نور سړکونه دي، موږ ته جوړ کړي او خلکو ستونزې حل کړي.»

بل‌خوا د جلال‌اباد ښاروالي مسوولان وايي چې د ښاري پراختيا او ګڼې‌ګوڼې له‌منځه وړو په موخه د واټونو او سړکونو پراخولو چارې یې پیل کړې دي.

د جلال‌اباد ښاروال عبدالرازق ضیایي سلام‌وطندار ته وایي، د واټونو او سړکونو د پراخولو چارې د ښار د درېیمې ناحیې اړوند امنیه قومنداني مخې ته له غځېدلي سړک څخه پیل شوي چې د مالي امکاناتو په پام کې نیولو سره به دا چاره د ښار نورو سیمو ته هم وغځوي.

د نوموړي په وینا، د سړک په پراخولو او دغه‌راز د سړک ترڅنګ ویالو او د پلي تګ لارو پر جوړولو به یوولس میلیونه افغانۍ ولګول شي چې د ښاروالي له داخلي عوایدو ورکول کېږي.

هغه وویل: «۳۰۰ متره اوږدوالی لري، دواړو خواوو ته ويالي لري، شاوخوا ۱۱ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راځي. د دې سړک سور درې نيم متره دی، دې سره خوا کې پلي لارې هم جوړيږي، نوي کال کې د ښار د سړکونو د داغ نیونې چارې هم پيل کوو.»

انجینیر ذبيح‌الله چې د ياد سړک د جوړولو چارې پر مخ وړي، وایي، د ياد سړک په جوړولو کې به ټولو معیارونو ته پاملرنه کوي.

هغه وویل: «موږ ټولو ښاريانو ته ډاډ ورکوو، د يو سړک د جوړولو لپاره د انجینیري کوم معياري نورمونه هغه به ټول دلته تطبيقيږي، د سړک د مقاومت کتو لپاره زموږ د لابراتوار برخې مسوولان راځي، وخت پر وخت يې ټيسټ کوي او ټولو ښاريانو ته ډاډ ورکوو چې په ښه کیفيت به ياد سړک ورغول شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په دې وروستيو کې جلال‌اباد ښار کې د ګڼې‌ګوڼه زياته شوې او پر واټونو او پلو لارو تګ‌راتګ هم ستونزمن شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام