Asset 1SWN

د پاسپورټ رییس د ځمکو اړوند لاریونونو وضاحت لپاره مشرتابه ته غوښتل شوی

۱۲۱۲۱۲۲۱۲۱۲۲۱۲۲

د پاسپورټ عمومي ریاست وايي، د دغه ریاست رییس عبدالکریم حسیب ننګرهار کې د ځمکو اړوند لاریونونو وضاحت لپاره مشرتابه ته غوښتل شوی دی.

دغه ریاست نن دوشنبه، غبرګولي اوومه پر خپله اېکس‌پاڼه په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د نوموړي ترڅنګ د کورنیو او دفاع وزارتونو مسوولان هم د دې موضوع د وضاحت په تړاو مشرتابه ته غوښتل شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

یاد ریاست په دې خبرپاڼه کې لیکلي: «له څو ورځو راهیسې ځينې اړخونه ادعاوې کوي چې ګنې د پاسپورت رئیس صاحب محترم پاسوال مولوي عبدالکریم حسیب په کندهار کې توقیف شوی دی. واقعیت دا دی چې څه موده وړاندې د ننګرهار په باریکاب کې د ځمکو په تړاو لاریونونه وشول چې د همدې موضوع د وضاحت لپاره ښاغلی حسیب او د کورنیوچارو او ملي دفاع وزارت یو شمېر مسوولین د مشرتابه مقام ته غوښتل شوي دي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د پاسپورټ عمومي ریاست چارې په عادي توګه روانې دي او په وینا یې، دې برخه کې د اندېښنې وړ ستونزه نشته.  نږدې څو ورځې کېږي چې یو‌شمېر رسنیو د خپلو سرچینو له قوله راپور ورکړ چې د پاسپورټ عمومي ریاست رییس په کندهار کې توقیف شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام