Asset 1SWN

د روسیې او چین ګډه خبرپاڼه؛ امریکا او ناټو دې افغانستان کې نظامي اډو پسې نه ګرځي

پوتین-و-جین_پینگ-qocadguak4o0upvhdzv94dxehjompmmfz9o0b6i9oo (1)

چین په تېرو دوو ورځو کې د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين کوربه و. چین ته د پوتین د سفر موخه د دواړو هېوادونو پر دوه‌اړخيزو اړيکو او ځينو سيمه‌ييزو او نړيوالو مسايلو خبرې بلل شوې دي. د روسیې ولسمشریزې ماڼې یا کرېملېن له دغه سفر وروسته د دواړو هېوادونو ګډه خبرپاڼه خپره کړې چې افغانستان هم د دواړو هېوادونو د مشرانو د بحث موضوع وه.

په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی چې امریکا او ناټو په افغانستان کې په شل کلن اشغال سره د دغه هېواد د اقتصادي او ټولنیزو ستونزو لامل شوی او امریکا دې په افغانستان کې د پوځي اډو جوړولو هڅه نه کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

په خپره شوې خبرپاڼه کې لیکل شوي: «امریکا او ناټو د افغانستان د شل کلن اشغال مسوولیت لري. دوی باید بیا په افغانستان کې د پوځي بنسټونو د جوړولو فکر ونه کړي. دوی باید د هغو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو مسوولیت ومني چې افغانستان اوس ورسره مخامخ دی.»

د روسیې او چین مشرانو دا څرګندونې کړي چې د نړۍ زبرځواکونه تل د افغانستان په اړه د نظر اختلاف او سیالي لري. یوشمېر کارپوهان پر دې باور دي چې د فغانستان په اړه د ځواکمنو هېوادونو دا ډول څرګندونې هم د هغوی د سیالۍ پر بنسټ کېږي.

د چارو شنونکی محمدزلمی افغانیار پوپل وايي: «چین او روسیه هغه هېوادونه دي چې د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وېتو حق لري. دغو هېوادونو هېڅکله د افغانستان د ناورین مدیریت لپاره کوم پلان نه درلود، بلکې تل یې ناورین زېږولی.»

په ورته وخت کې یوشمېر نور کارپوهان ټینګار کوي چې اوسنی حکومت باید په افغانستان کې د هېوادونو د پوځي لاسوهنو د مخنیوي لپاره د کورنیو ستونزو په حلولو سره په هېواد کې د سیاسي ثبات د ټینګښت هڅې وکړي.

د امنیتي او سیاسي چارو کارپوه عزیز ستانکزی وايي: «کورني مسایل باید حل کړي؛ که هغه د خلکو ناخوښي وي یا بل څه. هر حکومت چې د خلکو غوښتنو ته پام ونه کړي، له ستونزو سره مخامخېږي. د ستونزو د حل لپاره باید د خلکو غوښتنو ته پام وشي او هغوی له خپل شرعي او قانوني حق څخه بې‌برخې نه‌شي.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې د امریکا پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د ولسمشرۍ ټاکنو اوسني نوماند ډونالډ ټرمپ د تېر کال د لړم میاشتې په ۲۷مه په یوه ټاکنیزه غونډه کې ویلي و چې که ټاکنې وګټي، د بګرام پوځي اډه به له ا.ا سره په تعامل کې بېرته ترلاسه کړي.

مرتبط با این خبر:

کلیدواژه‌ها: // // // //

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام