Asset 1SWN

د کار او ټولنیزو چارو وزارت روژه کې د دولتي ادارو کاري مهالوېش اعلان کړ

9090

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نن یکشنبه د کب ۲۰مه د روان کال روژې میاشت کې د دولتي ادارو د کار مهالوېش اعلان کړ.

دغه وزارت په یوه خپور کړي مکتوب کې ویلي چې د روژې میاشتې پر مهال به په دولتي ادارو کې کار پر ۹ بجو پیل او له کومې دمې پرته به د ماسپښین تر دوو بجو دوام کوي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مکتوب کې راغلي: «د کار پیل سهار ۹ بجې او د کار پای ماسپښین ۲ بجې، د پنج‌شنبې ورځو په ګډون پرته له وقفې.»

یاد وزارت په پلازمېنه او ولایتونو کې له ټولو دولتي او خصوصي ادارو غوښتنه کړې چې خپلو کاري او اقلیمي شرایطو ته په پام د خپلو کارکوونکو د کار پیل او پای مهالوېش تنظیم کړي.

د افغانستان د حج او اوقاف وزارت تراوسه په رسمي توګه اعلان نه‌دی کړی چې سبا دوشنبه به روژه وي او که نه، خو یاد وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه د روژه ماتي او پېشمني مهالوېش خپور کړي چې په‌کې د روژې لومړۍ سبا دوشنبې څخه پیل شوې.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د سعودي عربستان حکومت او رسنیو هم تر دې دمه د روژې لومړۍ ورځې په اړه څه نه‌دي ویلي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام