Asset 1SWN

د سالنګ لویه لاره له ۲۰ساعته بندېدو وروسته بېرته پرانېستل شوه

SALANG

د ټولګټو وزارت مسوولان وايي، د سالنګ لویه لاره چې د واورې او توپان له امله تړل شوې وه، له ۲۰ساعته ځنډ وروسته بېرته پرانېستل شوه.

د دغه وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس سلام‌وطندار ته وايي چې یاده لویه لاره «پرون، شنبه» له غرمې وروسته تړل شوې وه او نن یکشنبه، سلواغې ۱۵مه، د ټرافیکو پرمخ بېرته پرانېستل شوه.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د حق‌شناس په وینا، سالنګونو کې د واورې اندازه توپیر لري او ځینو سیمو کې تر ۱۳۹ سانټي‌مټرو پورې هم واوره ورېدلې. هغه زیاته کړه چې شمالي سالنګ کې ۵۴سانټي‌مټره او سوېلي‌ سالنګ کې بیا له ۶۴ تر ۱۳۹مټرو په اندازه واورې شوې.

د ټولګټو وزارت ویاند محمداشرف حق‌شناس ټينګار وکړ چې اوس پر دې لارې یوازې کوچنیو موټرو ته د تګ‌راتګ اجازه ورکړې شوې او د لارې تر بشپړې پاکېدو به لوی او باروړونکي موټرو ته د تګ اجازه نه‌وي.

هغه دا مهال وویل چې د نن ورځې تر پایه به یاده لاره د هر ډول موټرو د تګ‌راتګ لپاره پاکه شي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

نوموړی له موټرچلوونکو غواړي چې د تګ‌راتګ پر مهال اړوند وسایل او توکي له ځان سره ولري او د سالنګ لویې لارې مسوولانو لارښوونو او سپارښتنو ته پام وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام