Asset 1SWN

سلام وطندار

د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې سبا د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

AP_20237430664092

د عامې روغتیا وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې د هېواد په ۱۴ ولایتونو کې به سبا «دوشنبه، مرغومې څلورمه» د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل کړي.

د ګوزڼ ضد واکسین دغه کمپاین به د هېواد په سوېل، سوېل‌ختیځ، ختیځ او شمال‌ختیځ حوزو اړوند ولایتونو کې پیل شي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د عامې روغتیا وزارت نن «یکشنبه، مرغومې درېیمه» په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې دغه کمپاین به تر راتلونکو څلورو ورځو دوام وکړي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې کونړ، ننګرهار، نورستان او لغمان ولایتونه چې د پولیو ویروس له جدي ګواښ سره مخ دي، د ګوزڼ ضد واکسین فرعي کمپاین څو ورځې وړاندې پیل شوی او د روانې اوونۍ تر پایه به پای ومومي.

د عامې روغتیا وزارت له‌‌خوا خپره شوې خبرپاڼه کاږي چې دې کمپاین کې به تر لس کلنۍ کم عمره اته میلیونه او ۸۰۰زره ماشومان واکسین شي.

سلام‌وطندار پر اېکس وڅارئ

د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ له پاکستان څخه د افغانان له ستنېدو سره هم‌مهاله افغانستان کې د پولیو ویروس د احتمالي خپرېدو په اړه اندېښنه ښودلې وه.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام