Asset 1SWN

سلام وطندار

راتلونکی کال به له هرو درېوو څخه یو افغان ماشوم سختې لوږې سره مخ شي

CHILDRAN

د ماشومانو ژغورنې سازمان وايي چې افغانستان کې څه باندې اته میلیونه ماشومان به راتلونکي ۲۰۲۴ کال کې د لوږې له لوړې کچې سره مخ وي.

د یاد سازمان په وینا، افغانستان کې د هوا په سړېدو او وچکالي له امله شاوخوا اته میلیونه افغان ماشومان یا له درېوو څخه یو به یې له لوږې سره مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د ماشومانو ژغورنې سازمان په خپل تازه راپور کې ویلي، که څه هم د تېر کال په پرتله وضعیت ښه شوی، خو په وینا یې، اټکل دی چې راتلونکی کال به ۱۵،۸ میلیونه افغانان به د خوړو خوندیتوب ونه‌لري.

د ماشومانو ژغورنې سازمان راپور چې د «ډسمبر ۱۴» د یاد سازمان پر وېب‌سایټ خپور شوی، همداراز په‌کې ویل شوي چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنېدونکو افغانانو ته هم باید د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.

په راپور کې افغانستان کې د ماشومانو ژغورنې سازمان رییس ارشاد ملک له قوله ویل شوي: «نوی کال داسې مهال راځي چې ۷،۸ میلیونه ماشومان کافي خواړه نه‌لري. لوږه او د افغانستان په ډېری سیمو کې د سړې هوا څپې ماشومانو ته له ګواښ ډک وضعیت رامنځته کړی. د دوی اړتیاوې باید پوره شي او د بودیجې کمښت هره ورځ ژوند په خطر کې اچوي.»

سلام‌‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د دې سازمان د معلوماتو له مخې، له سپټمبر راهیسې له پاکستانه ۴۶۰زره افغانان په زور ایستل شوي او له ایرانه بیا دې موده کې ۳۴۵زره افغانان بېرته افغانستان ته ستانه کړل شوې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام