د زابل محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکي په خپل شخصي لګښت او د امنیه قومنداني په همکاري په دوو میلیونو افغانیو یو پُل جوړ کړی دی.

دغه پُل د یادې ولسوالي «باغ او ګزې» سیمو ترمنځ د درېوو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

د ارغنداب ولسوالي امنیه قومندان نو‌رالله صديقي ویلي چې له کلونو راپدېخوا د یادو سیمو اوسېدونکي د پُل نشتون له امله ستونزو کې و چې اوس د یاد پُل په جوړېدو سره به یې دې برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

د نوموړي په وینا، دغه پُل د سمې اوسېدونکو په شخصي لګښت او د ارغنداب ولسوالي امنیه قومنداني په همکاري جوړ شوی دی.

بل‌خوا د دې سیمې او شاوخوا سیمو اوسېدونکي وايي چې د دغه پُل په جوړېدو سره به د دوی ډېرې ستونزې حل شي او په وینا یې، خوښ دي چې د دغه پُل د جوړېدو چارې بشپړې شوې.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

یاد پُل داسې مهال د خلکو په شخصي لګښت جوړېږي چې له دې وړاندې هم په یاده ولسوالي او د هېواد په نورو سیمو کې هم خلکو په خپل شخصي لګښت رغنیز کارونه کړې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام