له «پولیو خلاص افغانستان» بنسټ وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلوي.
دغه بنسټ نن «دوشنبه، لړم شپږمه» پر اېکس لیکلي چې د ماشومانو لپاره د پولیو ضد واکسین کمپاین به نن پیل شي.
له «پولیو خلاص افغانستان»/ Polio Free Afghanistan بنسټ د هغو ولایتونو نومونه نهدي په ډاګه کړي چې دغه کمپاین پهکې پیلېږي.
دوه ورځې وړاندې د هېواد ختیځ ننګرهار کې څه باندې شپږ میلیونه ماشومانو ته د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین کمپاین پیل شوی چې اووه ورځې به دوام وکړي.
همداراز نن په زابل کې هم څه باندې ۱۰۰زره ماشومانو ته د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین پیل شوی دی.
د یاد ولایت د عامې روغتیا رییس میرویس افغان سلاموطندار ته ویلي چې د یاد کمپاین پلي کېدو لپاره د ښار بېلابېلو سیمو کې یې د پولیو اړوند عامه پوهاوي لپاره ۱۴۳ ټیمونه ګومارلې دي.
نن د روان ۲۰۲۳ز کال د نوامبر میاشتې په ۲۷مه ( ۶ قوس، ۱۴۰۲ه ش) د پولیو واکسین کمپاین د هېواد په بېلابېلو سیمو کې پیلېږي. د نورو معلوماتو لپاره د ۱۴۱ وړيا شمېرې سره اړيکه ونيسئ.#EndPolio #VaccinesWork #PolioFreeAfghanistan pic.twitter.com/Yiu4DjefSA
— Polio Free Afghanistan (@PolioFreeAfghan) November 27, 2023
د نوموړي په وینا، دغه ولایت کې به د پولیو یاد کمپاین درې ورځې دوام وکړي. زابل کې تر دې مهاله د پولیو یوه مثبته پېښه هم ثبت شوې ده.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
له دې وړاندې ننګرهار کې د پولیو یا ګوزڼ ضد شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. افغانستان او پاکستان د نړۍ دوه یوازیني هېوادونه دي چې د پولیو یا ګوزڼ ناروغي پهکې په بشپړه توګه لهمنځه نه ده تللې.