د بامیان محلي مسوولان وايي چې د دغه ولایت د سیغان ولسوالي د «شتواز» کلي اوسېدونکو په خپل شخصي لګښت د موټرو تګراتګ لپاره ۱۵ کیلومټره سړک جوړ کړی دی.
د مسوولانو په وینا، پر دې سړک څه باندې ۱،۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د سیغان ولسوالي د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی دی.
یاد سړک «چهارشنبه د لیندۍ لومړۍ نېټه» د یاد ولسوالي مسوولانو او خلکو لهخوا پرانېستلو شو او ګټې اخیستنې ته یې سپارلی دی.
د سیغان ولسوال عبدالکبیر جهادیار د یاد سړک پرانېستې پر مهال وویل چې د پشتواز کلي اوسېدونکي ژمي کې د لارو خرابوالي له امله له ستونزو سره مخ وو چې د دې سړک په جوړېدو سره یې دا ستونزې هوارې شوې.
د هغه په وینا، د سړک په جوړېدو سره ۴۰۰ کورنیو لپاره د تګراتګ پر مهال اسانتیاوې رامنځته او نښلوونکې لاره یې هم لنډه شوه.
د سیغان ولسوال زیاته کړه چې د دې سړک اوږدوالی ۱۵ کیلومټره دی او ټول لګښت یې چې یو میلیون او ۵۶۰زره افغانۍ کېږي، د سیمې اوسېدونکو، موسسو او د ولسوالي اداري مدیریت لهخوا ورکړل شوی دی.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د بامیان والی عبدالله سرحدي د یاد ولایت اوسېدونکو ته ډاډ ورکړ چې بامیان کې به د سترو پروژو پلې کېدو لپاره خپلې هڅې کوي او په وینا یې، د پراختیا او زېربناوو برخه کې د خلکو له مرستې هرکلی کوي.