د فلسطین روغتیا وزارت چارواکي وايي چې د اسراییلي ځواکونو له لوري پر دوو ښوونځیو د هوايي بریدونو له امله سلګونه کسان وژل شوي او ټپیان شوې دي.
برید کې یو ښوونځی د جبالیا کډوالو کمپ کې په نښه شوی او دویم ښوونځی بیا د غزې شمال کې تر برید لاندې راغلی دی. په وژل شویو کې ماشومان هم شامل دي.
د فلسطین روغتیا وزارت د چارواکو په وینا، د جبالیا کډوالو کمپ کې الفکورا ښوونځي کې د برید له امله ۵۰ کسان وژل شوي او ګڼشمېر ټپیان دي.
دغه ښوونځی د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګروملتونو اسازولي له لوري چلول کېده چې د اسراییلو تر برید لاندې راغلی دی.
د غزې شمال کې بیا تل الزاتوور ښوونځي هم هوايي برید شوی دی. د فلسطین روغتیا وزارت ویلي چې برید سهار مهال شوی دی.
فلسطیني وګړو د اسراییلي ځواکونو د بریدونو له امله روغتونونو او ښوونځيو ته پناه وړې چې وخت ناوخت دغه ځایونه هم د تر برید لاندې راځي.
سیمه کې د الجزیرې خبري شبکې خبریال یاد اژانس ته ویلي چې اسراییلي ځواکونه ښوونځي، روغتونونه او عامه ځایونه په نښه کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
الجزیرې په دې راپور کې چې نن یکشنبه د نومبر ۱۹مه یې خپور کړی همداراز ویلي چې دې بریدونو کې نږدې ۲۰۰ کسان وژل شوي او ښايي د وژل شویو شمېر له دې هم زیات شي.