د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، کابل ښار کې یې د نویو ترمینلونو جوړولو لپاره یې طرحه چمتو کړې او د پلې‌ کېدو په موخه یې هڅې روانې دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت ویاند امام‌الدین احمدي دغه څرګندونې نن دوشنبه د لړم ۲۲مه سلام‌وطندار سره د مرکې په ترڅ کې کړې دي.

سلام‌وطندار پر فېسبوک وڅارئ

نوموړي ویلي چې کابل ښار کې د ټرافیکي ګڼې‌ګوڼې کمېدو په موخه له ښاره د باندې نوي معیاري ترمینلونه جوړ او د ولایتونو د لیني او مسافروړونکو موټرو تم‌ځایونه به دغو ترمینلونو ته ولېږدول شي.

«دا برخې عنعنوي اډې دي، ټولې داسې نه‌دي او د شمال ترمینل په څېر خصوصي سکټور ته یې په قرارداد ورکوو چې له کابل ښار لرې بېلابېلو سیمو کې ترمینل جوړ کړي.»

په ورته وخت کې د ځمکني ترانسپورتي شرکتونو مسوولان وايي، کابل ښار کې د نویو ترمینلونو په رامنځته کېدو سره به د دوی لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې شي.

د یوه ترانسپورتي شرکت مسوول عبدالرحیم ساپي وویل: «پخوا یو موټر نه‌و او کولای شوای چې خلکو ته ستونزې جوړې کړي، خو اوس چې اډه او ترمینل مشخص شوی، د مسافرو مال او ځان هم خوندي دی او کولای چې له مشخص ځای څخه یو مسافر خپل ولایت ته لاړ شي.»

په ورته مهال د یوه بل ځمکني ټرانسپورټي شرکت مسوول مختار هم وايي چې د معیاري ترمینلونو په جوړېدو سره باید د ځمکني ترانسپورت اصول هم په پام کې ونیول شي. د نوموړي په وینا، موټر باید نوبت مراعت کړي او د مسافرو لپاره د اوسېدو او رسټورانټونه هم جوړ شي.

«اوس داسې نه‌ده او که په معیاري توګه جوړېږي، موږ هم ترې مننه کوو او خلک به هم ترې خوشحاله وي.»

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

د یادونې وړ ده چې دا مهال یوازې د پلازمېنې کابل شمال زون کې معیاري ترمینال شتون لري چې مسافر په ډاډه زړه او ارامه توګه له کابله دغه ولایتونو او له هغه ځایه کابل ته تګ‌راتګ کوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام