د هند په کوربهتوب د یو ورځنیو سیالیو نړیوال جام کې نن هندۍ لوبډله د نیدرلنډز کرېکټ ملي لوبډلې سره خپله وروستۍ لوبه کوي.
ټاکل شوې چې دغه لوبه نن یکشنبه د نومبر دولسمه د هند د بنګلور په «ام چېناسوامي کرېکټ لوبغالي» کې ترسره شي.
د هند کرېکټ ملي لوبډلې تراوسه په روان نړیوال جام کې کومه لوبه نهده بایللې او اته پرلهپسې بریاوې لري. دا لوبډله اوس د جدول په سر کې ده.
هند به نن هڅه وکړي چې د نیدرلنډرز پر وړاندې بریا خپله کړي او دې نړیوال جام کې خپله نهمه پرلهپسې بریا هم ترلاسه کړي.
د هند لپاره به نن د نیدرلنډز پر وړاندې کېدونکې لوبه ډېره ستونزمنه نهوي او د یادې لوبډلې ځینو لوبغاړو ته به ارام ورکړل شي.
هند چې نیمه پایلوبې ته لا له وړاندې وتلی، له نیوزیلنډ سره به لوبه وکړي چې دې لوبه کې به ځینې توپاچوونکي او توپوهونکي ارام ورکړي.
نیدرلنډز چې روان نړیوال جام کې خپله وروستۍ لوبه کوي، له کړیو اتو سیالیو څخه یې دوه ګټلي او پاتې یې بایللې دي. دا لوبډله د جدول وروستي ځای کې شتون لري.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادو سیالیو په لړ کې بېګاه د انګلستان کرېکټ ملي لوبډلې پاکستان په ګونډو کړ. انګلستان دې لوبه کې پاکستان ته په ۹۳ منډو ماته ورکړه چې ورسره انګلستانۍ لوبډله د ۲۰۲۵ کال چمپینز ټرافي ته هم لاره پیدا کړه.