Asset 1SWN

برخلیک ټاکونکې لوبه؛ افغانستان نن اسیا کپ کې سریلانکا سره لوبه کوي

QaMGAah3nP

د ۲۰۲۳ کال د اسیا جام سیالیو په لړ کې نن د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله په یوې برخلیک‌ ټاکونکې لوبه کې د سریلانکا کرېکټ ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

ټاکل شوې چې دغه لوبه نن سه‌شنبه د وږي ۱۴مه له غرمې وروسته ۲:۰۰ بجې د پاکستان د لاهور په «قذافي کرېکټ لوبغالي» کې وشي.

سلام‌وطندار  فېپرسبوک وڅارئ

افغانستان د اسیا کپ روانو ګروپ پړاو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه بنګلدېش ته په ستر توپیر وبایلله او دې لوبه کې اړتیا ده چې په ستر توپیر بریا خپله کړي.

د افغانستان د بریا څرنګوالی لوبه کې وضعیت پورې اړه لري، خو په فرضي توګه، که افغانستان دې لوبه کې لومړی توپوهنه کوي او تر ۲۷۵ منډې جوړوي، نو دغه لوبه باید د شاوخوا ۶۸ منډو په توپیر وګټي.

همداراز که سریلانکا توپوهنه کوي، افغانستان باید ورکړل شوی هدف له ۳۵ اورونو مخکې پوره کړي.

سریلانکا او بنګلدېش دا مهال ګروپ کې د یوې-یوې بریا څخه دوه امتیازه لري، خو د سریلانکا رنزرېټ مثبت ۰.۹۵۱ او د بنګلدېش هم بیا مثبت ۰.۳۷۳ دی. افغانستان په یوې ماتې سره کوم امتیاز نه‌لري او رنز‌رېټ یې هم منفي ۱.۷۸۰ دی.

افغانستان او سریلانکا په مخ شویو وروستیو یو ورځنیو نړیوالو سیالیو کې افغانستان یوازې یو وار سریلانکا ته ماته ورکړې، یو ځل لوبه د باران له امله لغوه شوې او درې لوبې سریلانکا ګتلې دي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

په همدې حال کې افغانستان خپلې وروستۍ پنځه یو ورځنۍ لوبې بایللي او سریلانکا بیا ټولې ګټلې دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام