Asset 1SWN

زابل کې د غواګانو ۱۷ فارمونه د میاشتې سل‌ زره لېټره شیدې تولیدوي

06022021URZ-radio-4

د زابل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولان وايي، دامهال دغه ولایت کې د غواګانو ۱۷ فارمونه فعال دي چې د میاشتې شاوخوا سل زره لیټره شیدې تولیدوي.

دوی سلام‌وطندار سره خبرو کې وویل چې په ورځنۍ کچه د غواګانو دغه ۱۷ فارمونو کې ۳۳۰۰ شیدې تولیدېږي چې د میاشتې شاوخوا سل زره لیټره شیدو ته رسېږي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د زابل د کرنې رییس عطالله راشد وویل: «د فارمداري د زیاتوالي لویو لامل دا دی چي غواگانې او لبني محصولات ښه بازار او مارکېټ لري، زموږ د سروې‌ګانو له مخې، اوس زابل کې ۱۷ فارمونه موجود دي چې د ورځې ۳۳۰۰ لیټره شیدې تولید لري او د میاشتې شاوخوا ۱۰۰زره لیټره شیدو ته رسیږي.»

په ورته مهال د غواګانو د فارمونو مسوولان بیا وايي، که څه هم دولت او مرستندویه بنسټونو تراوسه ورسره هېڅ ډول همکاري نه‌ده کړې، خو په وینا یې، بیا یې هم کاروبار تر ۶۰ سلنه ښه شوی دی.

د زابل یوه اوسېدونکي سردار محمد سلام‌وطندار ته وویل: «مالدارۍ اوس ډېر ښه پرمختګ کړی، خو دولت موږ سره هیڅ کومک ندی کړی، موږ خپلو هڅو تر دې ځایه راسیدلي یوو چي د پخوا په پرتله مو ۶۰ سلنه کار ډیر شوی.»

د زابل یوشمېر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د بهرنیو لبنیاتو پرځای خپل ولایت کې په لوړ کیفیت تولید شویو لبنیاتو ته لاسرسی لري.

محمدقاسم وویل: «زموږ له دولت څخه غوښتنه ده چې د زابلي فارمدارانو لپاره د لبني موادو ساتن‌ځایونه برابر کړي، ترڅو لبني مواد يې خراب نشي.»

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

د یادونې وړ ده چې د زیاتره ولایتونو اوسېدونکي پر کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د ژوند اقتصادي چارې سمبالوي، خو دې وروستیو کلونو کې وچکالۍ هېواد کې کروندګر او مالدارن سخت زیانمن کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام