پروان ولایت کې د سترګو پر ناورغي اخته یوشمېر ناروغان له حکومت غواړي چې د دغه ولایت په تخصصي روغتون کې دې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګه پرانېستل شي.
دوی سلاموطندار ته وايي چې د خپلې درملنې لپاره پلازمېنې کابل ته ځي او په وینا یې، دې ولایت کې باید ورته د درملنې زمینه برابره شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۲۲کلن یاسر احمدي چې خپل نیکه د پروان تخصصي روغتون ته د درملنې لپاره راوستلی، وايي، خبر نهوو چې دغه روغتون کې د سترګو ناروغیو درملنه نه کېږي
نوموړی زیاتوي چې اقتصادي وضعیت ښه نه دی او اړ دی چې خپل نیکه د درملنې لپاره کابل ته بوځي. احمدي له حکومت غواړي چې دغه ولایت کې د سترګو ناروغانو لپاره د درملنې زمینه برابره کړي.
یاسر احمدي سلاموطندار ته وویل: «د سترګې پرده یې ټيټه شوې او دوی د پردې عملیاتو لپاره امکانات نهلري، اړ یو چې کابل ته لاړ شو. له اړوند چارواکو غوښتنه کوو چې دې روغتون کې ښځینه او نارینه ډاکټران وګوماري، څو کابل او نورو ولایتونو ته سرګردان نهشي.»
په ورته مهال د پروان اوسېدونکې راحله هم له مسوولانو غواړي چې د یاد ولایت تخصصي روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګه فعاله کړي. د نوموړې په وینا، ډېری خلک شخصي روغتونونو کې د خپلې درملنې توان نهلري.
هغې وویل: «مور مې ده او سترګې یې پرده ټيټه کړې، له همدې امله د پروان ملکي روغتون ته راغلې یم چې له بدهمرغه د سترګو څانګه نهلري. لګښت یې ۲۵زره افغانۍ کېږي چې موږ یې د ورکړې توان نهلرو، ډېر ناروغان مراجعه کوي.»
بلخوا د پروان د ۱۰۰بستریز تخصصي روغتون سرطبیب عبداخلیل حیدري سلاموطندار ته وايي چې یاد روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګه له تېرو پنځو کلونو راهیسې غیرفعاله ده.
د نوموړي په وینا، د سترګو پر ناروغیو اخته لسګونه ناروغان د ورځې دغه روغتون ته مراجعه کوي، خو دوی یې درملنه نهشي کولای.
نوموړي وویل: «څه باندې پنځه کاله کېږي چې د پروان تخصصي روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګه غیرفعاله ده، پخوا مو د سترګو متخصص درلود، وسایل یې هم لرو، خو څو ځله تمویلوونکې موسسې ته وړاندیز وکړ، خو تراوسه د سترګو متخصص نه دی نیول شوی او مراجعین هم زیات دي.»
د پروان تخصصي روغتون کې د سترګو ناروغیو د درملنې څانګې غیرفعالېدو له امله نیوکې داسې مهال دي چې څه موده وړاندې د عامې روغتیا وزارت مسوولانو په ځینو ولایتونو کې په وړیا توګه د سترګو ناروغانو د درملنې ترڅنګ ویلي و چې د هر ولایت په دولتي روغتون کې به د سترګو د درملنې یو مرکز پرانیزي.