د کابل یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د سرپرست حکومت په لومړیو کې پلازمېنه کابل ښار کې د کورونو کرایه ټیټه وه، خو اوس د کورونو خاوندانو یو ځل بیا کرایې لوړې کړې دي.
د کابل اتمې ناحیې اړوند سیمې اوسېدونکې روینا چې له خپل خاوند او یوه زوی سره په یوه بلاک کې ژوندي کوي، وايي چې د سرپرست حکومت په لومړیو ورځو کې یې ۷زره افغانۍ کرایه ورکوله، خو اوس یې د بلاک خاوند ۹زره افغانیو ته لوړه کړې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغې وویل: «هر چېرته چې لاړ شې د دوو کوټو کور کرایه له ۱۲زره افغانۍ کمه نه ده، بلاکونه هم چندیان بلاکونه نه دي. پخوا مې ۷زره افغانۍ ورکولې، اوس ۹زره افغانۍ ورکوو او دا چې خلک له ایران او ولایتونو راغلي، کرایه لوړه شوې.»
د کابل د «کارته۴» سیمې اوسېدونکی نسیم محسني وايي چې د کور څښتن یې کرایه له ۲۵۰ ډالرو ۳۶۰ ډالرو ته لوړه کړې او په وینا یې، اړ دی چې کور پرېږدي.
هغه وویل: «د کارته۴ سیمه کې د کورونو کرایه ډېره لوړه شوې، درې اطاقه په ۳۶۰ ډالره ده. د امارت په لومړیو کې څلور اطاقه په ۲۵۰ ډالره و او اوس کرایه لوړه شوې او اړ یو چې له دې ځایه ووځو.»
په ورته مهال کابل کې د معاملاتو لارښوونې یوشمېر مسوولان هم وايي چې په دې وروستیو کې کابل کې د کورونو کرایه لوړه شوې ده.
د کابل نوي ښار کې د معاملاتو لارښوونې د یوه دفتر مسوول شهاب وايي چې له بهره د کډوالو راستنېدل او له ولایتونو کابل ته د خلکو راتګ لامل شوی چې د کورونو کرایې لوړې شي.
هغه وویل: «اصلي لامل یې دا دی چې د اسلامي امارت د واکمنۍ په پیل کې د افغان حکومت ټول پخواني کارکوونکي له افغانستانه ووتل؛ خو یو کال وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شول. دوی کرایه کور ته اړتیا لري او له همدې امله د کورونو کرایه لوړه شوې ده. د امارت نوي کارکوونکي هم کابل ته راغلل او په کابل کې د کورونو کرایه لوړه شوه.»
د کابل اوسېدونکي له کابل ښاروالۍ غواړي چې پلازمېنه کې د کورونو کرایې کنټرول لپاره نرخنامه وټاکي. د کابل ښاروالي ویاند نعمتالله بارکزي سلاموطندار ته وویل چې ښاروالي نشي کولای د کورونو کرایې لپاره نرخنامه وټاکي.
هغه وویل: «د کورونو د کرایې مسله د خلکو ترمنځ د جوړامد مسله ده او موږ نشو کولای چې د کورونو کرایې لپاره نرخنامه وټاکو.»
د یادونې وړ ده چې کابل کې د کورونو د کرایې بیه توپیر لري او د کور خاوند د کور موقعیت او اسانتیاوو ته په ګتو د کور لپاره کرایه ټاکي.