Asset 1SWN

د روزګان د پوهنې رییس: د هېواد پرمختګ لپاره عصري زده‌کړې اړینې دي

۱۲

د روزګان د پوهنې رییس نن پنج‌شنبه د غويي ۲۸مه دغه ولایت کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې هېواد کې باید د عصري زده‌کړو لپاره زمینه برابره شي او په وینا یې، له عصري زده‌کړو پرته د هېواد پرمختګ ناشونی دی.

د روزګان د پوهنې رییس شمس‌الله کامران دې غونډه کې همداراز وویل، که افغانان د نورو له احتیاج څخه خلاصون او په ځان‌بسیاینه غواړي، باید عصري زده‌کړې وکړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

نوموړي په خپلو خبرو کې د هېواد پرمختګ لپاره عصري زده‌کړې مهمې وبللې او زیاته یې کړه چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ توپیر باید ونه‌شي.

هغه پرته له دې چې چا ته اشاره وکړي، غوښتنه وکړه چې د مدرسې او ښوونځي ترمنځ له توپیر پرته باید د زده‌کړو بهیر مخته لاړ شي.

د روزګان د پوهنې رییس ټينګار وکړ چې اوسني حکومت کې باید د دیني عالمانو ترڅنګ، هغو کسانو ته هم ځای ورکړل شي چې عصري زده‌کړې یې کړې دي.

هغه وویل: «يوازې باید موږ او تاسو د يوې مدرسې کسان په نظام کې ځانونه ونه وينو، زما خپله نظر دا دی چې باید د امارت او اسلام په چوکاټ کې دغه عصري زده‌کړې هم له پامه ونه غورځوو، پوهنتون او کوم ښوونځي چې شتون لري باید دغو ته ديني عالمان په داسي نظر وګوري چې داهم زموږ او ستاسو د زده‌کړو يوه برخه ده، که موږ دغه هېواد جوړوو باید عصري زده‌کړو ته ډيره پاملرنه وکړو.»

د روزګان د پوهنې رییس داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې له دې وړاندې د ا.ا د چارواکو ترمنځ په وار وار د دیني او عصري زده‌کړو په تړاو بېلابېلې څرګندونې هم شوي چې غبرګونونه یې هم له ځان سره لرل.

دا په داسې مهال دی چې د ا.ا له واکمنېدو راهیسې هېواد کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي تړل شوي او تراوسه یې د بېرته پرانېستلو په تړاو پرېکړه نه ده شوې.

سلام‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

له ښوونځیو سربېره د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې هم د امرثاني پورې تړل شوي چې زرګونه نجونې زده‌کړیالانې یې له یوه نامعلوم برخلیک سره مخ کړي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام