کاپیسا کې یوشمېر ګل پلورونکي شکایت کوي چې سږکال دغه ولایت کې د ګلانو پېرلو ته د خلکو لېوالتیا کمه شوې چې ورسره د دوی کاروبار هم پیکه شوی دی.
د کاپیسا د «دویمې حصې» ولسوالي کې د ګلانو په روزنه، پالنه او پلور بوخت نبيالله چې دا یې مستعار نوم دی، سلام وطندار ته وايي، سږ کال د ګلانو اخیستلو لېوالتیا کمه شوې او نه یوازې دا چې دغه ولایت کې یې بازار خراب شوی، د نورو کالونو په څېر د کابل مینهوال یې هم کم شوي دي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړی زیاتوي چې نور کلونه به یې د پالل شویو ګلانو د اخیستلو فرمایشونه له کابله ورتلل، خو سږ کال د کاپیسا تر څنګ کابل ته د ګلانو لېږد بازارهم په نشت حساب دی.
دغه ګل پلورونکی په محلي چارواکو نیوکه لري او وايي تراوسه یې هېڅ راز ملاتړ نه دی کړی. هغه وویل: «موږ دوې درې دانې ګل خانې لرو چې تېر کال په پسرلي کې حاصلات او خرڅلاو ډېر ښه وو، زیاتره ګلان به کابل ته تلل، خو اوس نه ځي او ورته هېڅ بدیل هم نلرو، که په دې برخه کې دولت یا هم کوم نهاد موږ سره همکاري وکړي، خو ښه به وي، کنه د ګلانو پالنه او روزنه به په کلي ډول لهمنځه لاړه شي.»
د کاپیسا یو بل اوسېدونکی احمدشاه چې ۴۵ کاله عمر لري او ۱۲ کسه کورنۍ یې ور ترې غاړې ده، لس کاله کېږي د ګلانو په کرلو او پاللو بوخت دی.
نوموړی چې له همدې لارې د خپلې کورنۍ نفقه برابروي وايي، که چېرې اړوند ادارې یې ملاتړ ونه کړي، بازار ورته پیدا نه کړي، لرې نه ده چې دوی به هم د وزګارتیا له ستونزې سره مخ شي او دغه کاروبار به خوشی کړي.
که څه هم د کاپیسا محلي ریاست د ګلانو روزنځایونو په اړه کره شمېر نهلري، د ګلانو روزونکی احمدشاه وايي چې شاوخوا ۵۰ فارمونه په دغه ولایت کې فعالیت لري، خو د ټولو برخلیک یو ډول دی.
هغه وویل: «اوس په کاپیسا کې شاوخوا ۵۰ ګل خانې شتون لري چې ټول یې د بازار د نشتوالي له امله اقتصادي ستونزې لري. که موږ وغواړو چې خپل کاروبار تغیر کړو، نو ډېر مصرف ته ضرورت لري.»
په همدې حال کې د تازه ګلانو د پلورنځي خاوند زریالی وايي چې ځینې ځانګړې ورځې به چې نمانځل کېدې اوس نه نمانځل کېږی چې دغه کار هم یې بازار خراب کړی دی.
هغه وویل: «زیاتره مناسبتي ورځې چې زموږ د کلتور او اسلام خلاف دي، لکه د میینانو ورځ، مور ورځ، پلار ورځ او د ملګري ورځې نمانځل، دغه اوس لهمنخه تللي، په دغه ورځو زیات پیمانه ګلان خرڅېدل چې اوس نهکېږي، ځکه په همغه ورځ چې ونه پلورل شي بیا مړاوې کېږی او لهمنځه ځي.»
په ورته وخت کې شمسالدين چې د ګلانو د ساتنې او پالنې مینهوال دی، وايي چې خلک د ګلانو د پېرلو او ساتلو لپاره مالي توان نهلري او له همدې امله د ګلانو بازار کم شوى دى.
هغه وویل: «کلتور نه دی بدل شوی، د خلکو ذوق نه دی بدل شوی، لا هم له زینتي بوټو سره ډېره علاقه شته، خلک نهشي کولای چې خپلې لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي، نو د ځانګړو ورځو د نمانځلو مصارف، خو بېخي نشي پوره کولي.»
په عین حال کې د کاپیسا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوي روحالله روحاني له سلاموطندار سره په خبرو کې که څه هم د ګلانو د روزنکو او پالونکو کره شمېر وړاندې نهکړ، خو وې ویل چې د خلکو د اقتصادي کمزورتيا له امله د ګلانو بازار او پلور کم شوی دی.
روحاني ټینګار وکړ چې د ګلانو د روزنکو او پالونکو د ملاتړ لپاره د اتحادیو په جوړولو سره به وکولای شي د دغه صنعت د بازار د لهمنځه تلو مخه ونیسي.
نوموړي وویل: «په کاپیسا کې د ګلانو د بوټو د جوړولو او پالنه په برخه کې کومه ځانګړې قوریه شتون نهلري، زینتي ګلانو کاروبار کم شوی دی، او اصلي لامل دا دی چې خلکو اقتصاد خراب شوی دی، او هغه کسان چې په دې برخه کې کار کوي د کرنې ریاست ته یې خبر نه دی ورکړی، زیاتره یې خپل ګلان د کابل ولایت په ګل پلورنکو پلوري.»
تجربو ثابته کړې چې په کور کې د یو چا د خوښې تازه ګلونو کښت او پالل د ښکلا د زیاتوالي ترڅنګ د انسان روح روان هم تازه کوي.