کابل کې د یوشمېر خصوصي ښوونځیو مسوولان وايي چې د زدهکوونکو د شمېر کمېدو او اقتصادي ستونزو له کبله اړ شوي چې خپل ښوونځي وتړي.
د کابل په دشتبرچي سیمه کې د دوو خصوصي ښوونځیو مسوول احمدولي سلاموطندار ته وايي چې هېواد کې د وروستیو سیاسي تحولاتو او د زدهکوونکو د شمېر کمېدو له امله اړ شوي چې د ښوونځیو دروازې وتړي.
د نوموړي په وینا، د نجونو زدهکوونکو پر زدهکړو بندیز یو بل هغه لامل دی چې له کبله یې دوی خپل ښوونځي تړلي دي. هغه زیاتوي چې د دوی د ښوونځیو یوه ډېره برخه زدهکوونکي نجونې وې چې پر زدهکړو یې د بندیز له کبله دوی اړ شول چې ښوونځي وتړي.
نوموړي وویل: «د کورنیو د اقتصادي ستونزو له کبله مو له درېوو ښوونځیو دوه څانګې وتړلې. د نوي نظام په راتلو سره د کورنیو ترمنځ ناهیلې رامنځته شوې او پر نجونو زدهکوونکو بندیز لګېدلی. موږ ۱۲۰۰ ښوونځي لرل او ۹ کسان پرسونل وو.»
بلخوا کابل کې د یوشمېر فعالو خصوصي ښوونځیو مسوولان وايي چې د زدهکوونکو شمېر کمښت له کبله اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
د کابل لېسې مریم کې د یوه خصوصي ښوونځي مسوول سیدهاشم وویل: «خصوصي ښوونځي باید د خلکو یا اقتصادي ملاتړ ولري. له بده مرغه چې د کورنیو اقتصاد خراب دی او د فیس د ورکولو توان نهلري. زدهکوونکي ۵۰-۵۰ شوي که دا ستونزه همداسې پاتې شي، زدهکوونکو ته خدمت نشي کولای.»
بلخوا شمېر هغه زدهکوونکي چې له خصوصي ښوونځیو دولتي ته تللي سلاموطندار ته وویل: «یو لامل چې زه له خصوصي ښوونځي دولتي ته لاړم دا دی چې د هر پورته ټولګي سره به فیس هم زیاتېده او د کورنۍ اقتصاد مو خراب دی، پلار مې هم وزګاره دی او نشي کولای چې زما او د خور فیس مې ورکړي.»
د افغانستان د خصوصي ښوونځيو د ټولنې رییس اسلامالدین یارمل بیا وايي چې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې څه باندې ۲۵۰ خصوصي ښوونځي تړل شوي چې یوشمېر نور یې د تړلکېدوله ګواښ سره مخ دي.
هغه وویل: «څومره چې موږ خبر یو شاوخوا له ۲۵۰ تر ۳۰۰خصوصي ښوونځي تړل شوي او ښايي زیات شي، ځکه اقتصادي ستونزې دي. ښوونځي نشي کولای چې خپل جوازونه تمدید کړي، نور هم تړل کېږي او هغه ښوونځي چې فیسونه یې لوړ وو، ۵۰سلنه زیانمن شوي دي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
خصوصي ښوونځي داسې مهال له خپل خراب اقتصادي وضعیت څخه سر ټکوي چې په دې وروستیو کې د خصوصي پوهنتونونو ټولنې هم د اقتصادي ستونزو له کبله د یوشمېر خصوصي پوهنتونونو د تړلکېدو خبر ورکړی دی.