له کلونو راهیسې د افغانانو ترمنځ په خپلسري توګه د درملو خوړل او کارونه پر یوه دود بدله شوې چې ډېری خلک پرته له دې چې درمل وپېژني، له بېلابېلو ډولونو یې استفاده کوي.
په خپلسري توګه د درملو کارونه ډېر خطرونه لري او کله ناکله هغه ناروغ چې درملنه یې شونې وي، له ستونزو سره مخ کوي.
د پروان مرکز چاریکار ښار د اوسېدونکو ترمنځ په خپلسري توګه د درملو کارونه په یوې لویې ستونزې بدله شوې ده. د چاریکار ښار یوشمېر اوسېدونکي وايي چې د اقتصادي ستونزو او په خپلسري توګه د درملو کارونې له خطرونو څخه د یوشمېر کسانو د نه پوهاوي له کبله درمل کاروي چې دغه چاره د یاد ولایت د اوسېدونکو ترمنځ د پښتورګي د ناروغۍ د زیاتېدو لامل شوې ده.
۳۱کلن زینالدین پرواني وايي چې ډېری وخت یې د اړتیا وړ درمل د ډاکټرانو له لارښوونې پرته له درملتونونو پېرلې دي.
نوموړي وویل: «په ښي پښتورګي کې مې د درد احساس وکړ، ډاکټر ته ورغلم له معاینې وروسته معلومه شوه چې تیکه ده پهکې، د ګردې تیکه مې د وخت په تېرېدو ستره شوه. توصیه یې راته وکړه چې یوکیلو تیکه باید پورته نه کړم، منډې ونه کړم، پالک ونه خورم، په ټوله کې لبنیات ونه خورم، دا هغه منابع دي چې تیکه پیدا کوي. سره کړې غوښه باید ونه خورم، اوبه باید جوش کړم او مایعات باید استفاده کړم.»
د پروان یو بل اوسېدونکی توریالی وايي چې تېر کال یې یو پښتورګی له لاسه ورکړی دی. نوموړی زیاتوي چې د ډاکټرانو له لارښوونې پرته یې درمل کارول چې له کبله یې پر دغه ناروغۍ اخته شوی دی.
هغه وویل: «ګردې کې مې یو څه پیدا شول له معاینې وروسته معلوم شول چې ګرده مې له منځه تللې. عملیات مې وکړل او ګرده یې راڅخه ووېستله، ۵۰زره افغانۍ پرې لګښت راغی، عملیات مې وکړ، د غوا غوښه، لوبیا او دغه ډول خوړو څخه یې پرهېز کړی یم.»
بلخوا د پروان یو بل اوسېدونکی کبل بیا له یادې ناروغۍ جلا کیسه لري. نوموړی د خلکو د عامه پوهاوي کچې ټيټوالی او درملتونونو کې په خپلسري توګه د درملو پلورل، د یادې ناروغۍ اصلي لاملونه یادوي.
د نوموړي په وینا: «ډېر لاملونه دي چې لامل کېږي یو کس خپله ګرده وباسي. پروان کې درمل د نخودو په څېر پلورل کېږي، د خلکو د پوهاوي کچه ټيټه ده، بېلابېل ډول درمل کاروي. کله یې چې وکاروي ګردې خرابوي. د مایعاتو کمښت، خلک ډېرې اوبه نه څښي او نور لاملونه هم شته چې له امله یې خلک خپلې ګردې له لاسه ورکوي.»
د پروان ۱۰۰بستر تخصصي روغتون کې د عمومي داخلې متخصص روحالله رحیمي بیا سلاموطندار ته وايي چې له ۲۰۱۷ کال راهیسې د پښتورګي ناروغۍ زیاته شوې ده.
نوموړی زیاتوي چې دغه ناروغۍ په ښځو کې ډېره لیدل کېږي. هغه وویل: «یوشمېر خلک اقتصادي ستونزې لري او دغه ناروغۍ په ښځو کې ډېره لیدل کېږي، دا واضع نه ویل کېږي، کله چې میاشتنۍ ناروغۍ پرې راځي، باید ورته په ستمه توګه رسېدنه وشي، ځکه د ګردې کم فعالیت یو لامل د وینې رسېدنه ده. کله چې ادرارو کې د رنګ بدلون پیدا شي یا د تندې احساس دېر شي، باید ډاکټر ته مراجعه وکړي.»
بلخوا د خوړو او درملو ملي ادارې ویاند جاوید هژیر د هېواد په بازارونو کې په خپلسري توګه د درملو پلور تاییدوي او وايي چې په تېرو کلونو کې درمل د سړکونو غاړو ته پلورل کېدل.
د نوموړي په وینا، دغه اداره هڅه کوي چې د بېکیفیته درملو مخه ونیسي. نوموړي وویل: «څوک اجازه نهلري چې د ډاکټر له مشورې پرته چا ته درمل وکړي. له نسخې پرته ۲۸ ډوله درمل زموږ هېواد کې موجود دي چې ډېری منرالونه، ویټامینونه او روغتیايي محلولونه دي. ټولو ولایتونو کې نمایندګي لرو چې د درملو له تاسیساتو څارنه کوي، د کیفیت کنټرول او هم د سرغړونو په برخه کې کار کوي. ټول درمل چې له ګمرکونو راځي، د هغې نمونې اخیستل کېږي، پایله یې ښه نه وه، ضبطېږي او لهمنځه وړل کېږي.»
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
دا په داسې مهال دی چې ګڼشمېر درمل پلورونکو په وار وار ادعا کړې چې هېوادوال د ډاکټرنو د فیس نه لرلو له کبله له درملتونونو د درد د ارامولو د درملو غوښتنه کړې ده.