د ننګرهار مسوولان وايي، په دغه ولایت کې یو موټر رغړېدلی چې له کبله یې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند ملا عادل سلاموطندار ته ویلي چې دا پېښه د وري میاشتې په څوارلسمه، د دوشنبې ورځ د خوږیاڼو ولسوالي په مملي سیمه کې شوې ده.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، رغړېدلی موټړ ډاټسن وه او د پېښې ټپیان هم د جلالاباد ښار حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد بېلابېلو ولایتونو کې ټرافیکي پېښې زیاتې شوي چې له کبله یې یوشمېر هېوادوالو ته مرګژوبله هم اوښتې ده.