د غزني اوسېدونکي دغه ولایت کې د جنايي پېښو له زیاتېدو شکایت کوي او اسلامي امارت څخه د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.
بریالی چې د غزني اوسېدونکی دی، سلاموطندار ته وايي چې نږدې یوه میاشت مخکې وسلهوالو غلو یې زوی وژلی او موټر یې ترې بیولی دی. نوموړی زیاتوي چې غلو یې د زوی جسد د غزني ښار څخه لرې یوې سیمه کې غورځولی و.
بریالی له اسلامي امارت غواړي چې د زوی قاتلان یې ونیسي او سزا ورکړي. هغه وویل: «موضوع روښانه ده چې غلا وه. وسلهواله غلا وه، موټر، موبایل او پیسې یې ترې اخیستي دي. یوازې غواړم چې قاتلان یې پیدا کړي او د خدای حکم پرې تطبیق کړي.»
د بریالي په وینا، د زوی وژل کېدو څخه یې یوه میاشت تېرېږي او سره له دې چې امنیتي بنسټونو ورسره ژمنه کړې چې د زوی قاتلان به یې مجازات کړي، خو تراوسه نه دي نیول شوي او نه هم مجازات شوي دي.
هغه وویل: «له لومړۍ ورځې راهیسې یوازې ډاډ راکوي او وايي چې اجرات کوي او پر دې موضوع په جدي توګه کار روان دی.»
غزني کې د جنايي پېښو په ځانګړې توګه د وژنو او وسلهوالو غلاوو زیاتېدو، د امنیتي وضعیت په اړه د خلکو اندېښنې زیاتې کړي دي. د غزني اوسېدونکي وايي، د ګرانبیه موټرو خاوندان تر نورو ډېر امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د غزني اوسېدونکي ظفر سلاموطندار ته وویل: «دا دوه میاشتې په غزني کې جنايي پېښې زیاتې شوې چې د غزني خلکو ته یې ډېر تشویش ور اچولی دی. له اسلامی امارت نه غوښتنه مو همدا ده چې په دې هکله جدي پلټنه وکړي او کوم عاملان چې دي، هغه د قانون منگلو ته وسپاري.»
په ورته وخت کې د غزني د والي ویاند عمر غزنوي سلاموطندار ته وویل، دغه ولایت کې د زیاتره جنايي جرمونو عاملان د امنیتي او کشفي بنسټونو لهخوا نیول شوي دي.
هغه وویل: «نو کومې پېښې چې شوي انشاالله ټول هغه سان زموږ امنیتي او کشفي ارګانونو نیولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته مو سپارلي دي او څېړنې ترې روانې دي. کله چې د دوی څېړنې بشپړې شوې، نو بیا به مو له رسنیو او هېوادوالو سره مکمل معلومات شریک کړو.»
د غزني د امنیې قومنداني ویاند د امنیت ټينګښت او د مجرمینو نیولو لپاره خلکو څخه د همکاري غوښتنه کوي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو میاشتو کې بېلابېلو ولایتونو کې جنايي پېښې زیاتې شوي او ان تر دې چې هره ورځ یوه یا څو ولایتونو څخه د جنايي پېښو رپوټونه ورکول کېږي.