دولس کلن سپینګل هغه ماشوم دی چې کورنۍ یې کلونه وړاندې په هلمند کې د سختې جګړې له امله کابل ته را کډه او دلته د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د قنبر څلورلارې په یوه پنډغالي کې مېشت شوي دي.
سپینګل وايي، که څه هم زدهکړو ته لېواله دی، خو لاسرسی ورته نه لري. دا یوازې سپینګل نه دی چې د کابل په زړه کې د ښوونې او روزنې له نعمت څخه بېبرخې دی، بلکې د هغه په څېر زرګونه نور ماشومان هم شته چې په دغه پنډغالي کې اوسېږي، خو ښوونځي ته نه ځي.
د هلمند یو اوسېدونکی چې اوس په دغه پنډغالي کې مېشت دی وايي، اووه کاله وړاندې د جګړو له لاسه دلته را کډه شوی دی. هغه وايي، «موږ دلته درې څلور زره ماشومان لرو چې د ښوونځي عمر یې پوره کړی، خو ښوونځی نشته چې ورشي. یعنې ټول له زدهکړو او مدرسې پاتې دي. موږ دلته له سختو ستونزو سره مخامخ یوو.»
منګلخان او غلیزی دوه نور کورني بېځایه شوي دي چې په دغه پنډغالي کې اوسېږي. دوی وايي، که حکومت ورسره په نورو برخو کې مرستې نه کوي، زدهکړو ته لاسرسی خو یې قانونی حق دی او باید اسانتیاوې یې ورته برابرې کړي. د دوی په خبره، ماشومان یې ټوله ورځ په کوڅو کې ګرځي او حکومت باید ورته یو ښوونځی جوړ کړي.
بلهخوا د کابل د پوهنې رییس مولوي احسانالله خطاب سلاموطندار ته ویلي چې په یاده سیمه کې د وحدت او ابوزر غفاري په نومونو د نجونو او هلکانو دوه ښوونځي شته او د نورو ښوونځیو جوړولو ته اړتیا نشته.
موږ هڅه وکړه چې په دغه پنډغالي کې د سلګونه بېځایه شویو کورنیو د سخت وضعیت په اړه د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت نظر هم واخلو، خو له پرلهپسې هڅو سره سره ونه توانېدو.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
سلګونه کورنۍ یوازې د تېرو دوو لسیزو جګړې پر مهال د سر خوندي کولو په موخه له سوېلي ولایتونو را کډه شوي او د کابل د پنځمې امنیتي حوزې د قنبر څلولارې په پنډغالي کې مېشت دي.
دغه کورنۍ وايي، اوس نه خپلو سیمو ته د بېرته ستنېدو وسه لري او نه هم دلته د ژوند لومړنۍ اسانتیاوې برابرې دي.