د لوګر ولایت د امنیه قومنداني مسوولان وایي چې د پاسپورټ امریت ټولې تخنیکي ستونزې هوارې شوي او نن دوشنبه یې د پاسپورټ د وېش لړۍ بېرته پيل کړه.
د یاد ولایت د امنیه قومنداني ویاند احمدالله انس سلاموطندار ته وویل چې د پاسپورټ وېش سر له ننه بیا پیل شو او خلک کولای شي، له ټاکلي مهالوېش سره سم او د نوې طرحې له مخې، د پاسپورټ اخیستو لپاره خپل غوښتنلیکونه ورکړي.
سلاموطندار پر ټویټر هم وڅارئ
انس زیاته کړه: «د پاسپورټ وېش میاشت مخکې د تخنیکي ستونزو له امله درېدلی و چې سر له ننه د یوې نوې طرحې له مخې بیا پيلېږي، د پاسپورټ غوښتونکي به لومړی خپل غوښتنلیکونه په ولسوالیو کې احکاموي او بیا به امنیې قومنداني ته مراجعه کوي.»
نوموړی وايي، د لوګر د پاسپورټ امریت اوس د ورځې د ۸۰ پاسپورټونو د وېش وړتیا لري چې په مرکز او ولسوالیو کې له مخکیني مهالوېش سره سم وېشل کېږي.
بلخوا د لوګر اوسېدونکي اندېښمنه لري چې هره میاشت د پاسپورټ امریت د تخنیکي ستونزو له امله تړل کېږي چې له ګڼو ستونزو سره یې مخ کړي دي. دوي د اسلامي امارت له مسوولانو غواړي چې د پاسپورټ په اداره کې وړ کسان وګوماري، څو د پاسپورټ غوښتوونکو ټولې ستونزې هوارې شي.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
شاوخوا یوه میاشت وړاندې د لوګر ولایت د پاسپورټ امریت اعلان وکړ چې په پاسپورټ امریت کې د تخنیکي ستونزو له امله یې د پاسپورټونو د وېش لړۍ درولې ده.