د پکتيا ځوانان داسې مهال د «خور او ورور د ښوونځي پر لور» په نوم د عامه پوهاوي پروګرام پيلوي چې لا هم د دغه ولايت په اوو ولسواليو کې له ښوونځيو نجونې نه دي فارغې شوي.
دغه کمپيان په څلورو ولسواليو کې ښځوونځیو ته د ماشومانو د تګ په موخه پیل شوی دی. د څمکنیو، پټان، جانيخېلو او احمدخېلو ولسوالیو ځوانان په همدې موخه د پکتیا له پوهنې ریاست سره په ګډه د ولسواليو په ښارونو کې ګرځي او له خلکو غواړي چې خپل ماشومان په ښوونځيو کې شامل کړي.
د دغو ځوانانو له ډلې دينمحمد همت او رووف خان وايي، لا هم په پکتیا کې یوشمېر کورنۍ د نجونو د زدهکړو مخه نیسي او ارزښت نه ورکوي. د دوی په وینا، په ښوونځي کې د نجونو او هلکانو د شاملېدو په موخه یې دغه پروګرام پیل کړی او تمه ده چې ښې پایلې به ولري.
دغه ځوانان وايي، يوشمېر کورنۍ د کلتوري محدوديتونو له امله خپلې نجونې له ښوونځيو را ګرځوي.
پکتیاوالو ځوانانو د دغه ولایت له اوسېدونکو غواړي، هغه نجونې او هلکان چې د ښوونځي عمر یې پوره کړی وي، باید په ښوونځیو کې شامل کړي، څو له زدهکړو چې د ټولنې مهمه اړتیا ده، بېبرخې نه شي.
یاد ځوانان له پوهنې وزارت نه هم غواړي چې د ماشومانو لپاره د زدهکړو لومړني امکانات برابر کړي.
د پکتیا ولایت د پوهنې ریيس کوچی ځاځی د پوهنې له بهیر سره د خلکو همکاري اړینه بولي او ډاډ ورکوي چې په ښوونځیو کې نویو شاملېدونکو ماشومانو ته به ټول امکانات برابر کړي.
اوس د پکتیا په ۴۱۱ ښوونځيو کې شاوخوا ۲ سوه او ۶۰ زره زدهکوونکي پر زدهکړو بوخت دي چې له ډلې یې ۷۳ زره هغه نجونې دي.