Asset 1SWN

له چاودېدونکيو توکو ډک موټر چې له ايرانه افغانستان ته دننه کېده، ونيول شو

IMG-20201112-WA0043

فراه کې یوه امنیتي سرچینه چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي وايي، امنیتي ځواکونو تېره شپه یو ټېلر موټر چې له چاودېدونکيو توکو ډک وو او ایران څخه فراه ته دننه کېده، سرحد کې کشف او ضبط کړی دی.

سرچینې وویل، دغه موټر نه ۶۸ بورۍ چاودېدونکي توکي ترلاسه شوي چې هره بورۍ کې یې ۲۰ کیلوګرامه چاودېدونکي توکي ځای پر ځای شوي وو.

دغو موادو نه چې ډېری یې باروت دي، د سړک غاړې ماینونو او موټربمونو کې کار اخيستل کېږي.

سرچینې زیاته کړې چې د دغو چاودېدونکيو توکيو په تړاو دوه افغانان هم نیول شوي دي.

هڅه مو وکړه چې هرات کې د ایران کونسلګرۍ نظر هم واخلو چې بریالي نه‌شو؛ خو وړاندې د ایران کونسلګرۍ دغسې مواردو کې لاس درلودل رد کړي دي.

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام