د هرات د زرګرانو ټولنې مسوولان وايي چې د دغه ولایت د بازار شاوخوا ۹۵سلنه ګاڼې کورنی تولیدات دی.

د هرات د زرګرانو ټولنې استازی عبدالاحد رحیمي وویل چې دامهال په دې ولایت کې له ۱۵۰ زیات د زرګرۍ کارخونې، د نوې ټکنالوژۍ له وسایلو څخه کار اخلي او په ورځنۍ کچه شاوخوا ۵ کیلوګرامه سره زر په ښکلي ګاڼو بدلېږي او بازار ته وړاندې کېږي.

هغه زیاته کړه چې د هرات زرګري هنر ځانګړی ارزښت لري او د اقتصادي پراختیا لپاره یو ښه صنعت بلل کېږي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


بل‌خوا، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د فرهنګ او هنر رییس حمیدالله غیاثي، زرګري د دې ولایت د نالمس‌کیدونکي فرهنګي میراث یوه برخه بولي او وايي، سیمه‌ییزه ادارې دې، د دغه صنعت د پیاوړتیا او ملاتړ لپاره جدي هڅې وکړي.

د هرات د زرګرو اتحادیې د معلوماتو له مخې، په دې ولایت کې دامهال د سرو زرو د پلور ۲۵۰ هټۍ په فعالیت بوختې دي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام