د هلمند د فرعي ګمرکاتو ګرځنده ټیمونو په تېره اوونۍ کې د لښکرګاه او ولسوالیو پر لارو د ۷۴ ټنه خوراکي او غیرخوراکي توکو ناقانوني واردولو مخه نیولې او په تړاو یې ۸۱ تنه هم نیول شوي دي.

د فرعي ګمرکاتو رییس حاجي حقمل «سلام‌وطندار» ته وویل چې یوشمېر کسانو غوښتل د ۴۰ عرادو باروړونکو موټرو په وسیله ۷۴ ټنه بې محصوله توکي دغه ولایت ته قاچاق کړي چې مخه یې نیول شوې ده.

د نوموړي په وینا په دې توکو کې درمل، د چرګانو چیچیان، لیمبو، وریجې، خرما او همدارنګه تېل، صابون او ټوکر شامل وو. هغه زیاته کړه چې د ګرځنده ټیمونو د چټکو اقداماتو له امله دغه توکي ضبط او اړوند کسان نیول شوي دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، ټولټال ۸۱ کسان د شکمنو توکو سره یوځای نیول شوي چې تر لومړنیو پلټنو وروسته اړوندو عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

د هلمند فرعي ګمرکاتو ګرځنده ټیمونه له تېر وخت راهیسې په پرله‌پسې ډول هغه کسان نیسي چې په غیرقانوني ډول توکي لېږدوي.

سیمه‌ییز چارواکي وايي چې دغه هڅې د قاچاق د کمولو، د قانون د پلي‌کېدو او د اقتصادي ثبات د ټینګښت لپاره اړین دی.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام