د فاریاب ځايي چارواکي وايي، د دغه ولایت دولتاباد ولسوالي کې د ټرافیکي پېښې پرمهال ۶ کسانو ژوند بایللی او ۳ نور ټپیان شوي.
د فاریاب امنیې قومنداني یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه پېښه تېره ورځ پنجشنبه ۴بجې د دولتاباد ولسوالي «جنګل» سیمه کې شوې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې پېښه د «پاسو او کرولا» موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
وژل شویو کسانو کې دوه ښځې هم شته او ټپیان بیا درېواړه ماشومان دي.
د فاریاب د امنیې قومنداني ویاند عبدالله مرادي ویلي چې د پېښې د قربانیانو هویت تراوسه نه دی مشخص شوی او جسدونه ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هېواد کې ډېری ټرافیکي پېښې د موټرچلوونکو تېز سرعت او نه پام په دلیل رامنځ ته کیږي چې ملکي وګړو ته په کې مرګژوبله اړوي.



