د هېواد له ۳۴ ولایتونو څخه د ښځو په ګډون شاوخوا ۵۷۲ ډاکټرانو په بېلابېلو برخو کې نن سه‌شنبه، سلواغې ۲۸مه په کابل کې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.

د فراغت په دې غونډه کې ۹۰ ښځینه متخصصانو د نسايي-ولادي، ۲۱۱ متخصصان له کابل او ۲۷۱ له بېلابېلو ولایتونو څخه خپل سندونه ترلاسه کړي دي.

بل‌خوا په دې فراغت‌غونډه کې د اکمال تخصص لوی ریاست مسوولانو وویل چې د نړیوالو معیارونو سره سم به د درملیزو خدمتونو د وړاندې کولو هڅه کوي.

د عامې روغتیا وزارت د اکمال تخصص عمومي رییس نثار احمد نیازي په دې غونډه کې وویل: «موږ هڅه کوو چې خدمات د نړیوالو معیارونو سره برابر شي. د افغانستان په تاریخ کې لومړی ځل دی چې هغه تخصصي برخې چې مخکې یې په هېواد کې فوق تخصص نه درلود، اوس د پتالوجۍ او نیورولوژۍ په برخو کې تخصصي پروګرامونه پیل شوي دي. همدارنګه، د عصبي جراحۍ تخصصي پروګرام په شیخ زاید روغتون کې هم پيل شوی دی.»

د عامې روغتیا وزارت مسوولان وايي چې د تخصص بشپړولو کورسونه د نړیوالو معیارونو پربنسټ جوړ شوي دي. د عامې روغتیا وزیر نورجلال‌ جلالي  په دې مراسمو کې له فارغانو غوښتنه وکړه چې د خلکو خدمت ته ژمن پاتې شي. هغه همدارنګه وویل چې د هېواد ۹۰سلنه وګړي د شخصي درملنې اړوند خدماتو د اخیستلو توان نه‌لري.

جلالي فارغانو ته وویل چې د خپل مسلک سوداګري ونه‌کړي: «د تخصص بشپړولو نصاب ډېر معیاري جوړ شوی، تاسو کولی شئ په سمه توګه ترې استفاده وکړئ او ډېر څه زده‌کړئ. ۹۰سلنه افغانان د شخصي سکتور خدماتو ته لاسرسی نه‌لري، نو تاسو لوی مسؤلیت لرئ چې سم خدمت وکړئ او د خلکو درملنه وکړئ. زموږ د بریالیتوب راز به دا وي چې خپل مسلک د تجارت لپاره ونه‌کاروو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


همدارنګه، د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني، په دې مراسمو کې وویل چې د ناروغانو لپاره اضافي معاینې کول جرم دی. هغه له فارغانو وغوښتل چې د ناروغانو د درملنې لپاره غیر ضروري معاینې او نسخې ونه‌کاروي.

نوموړي وویل: «که تاسو د فیس ترلاسه کولو لپاره ناروغانو ته اضافي معاینې یا نسخې ورکړئ چې ورته اړتیا نه‌لري، دا قانوني جرم دی. نوي فارغان باید دا موضوع په پام کې ونیسي.»

بل‌خوا، د کورنیو چارو وزارت د روغتیا برخې مسوول صدیق‌الله بدر د درملنې د ښه خدمت لپاره د طبابت اخلاقي اصول مهم بولي او وايي: «د ناروغانو د ډېر شمېر له امله ډاکټر وخت نه‌لري چې ناروغ په سمه توګه معاینه کړي، د دقیق تاریخچې راټولولو او د اړینو معایناتو د تشخیص فرصت نه‌لري. دا ستونزه په کابل ښار کې ډېره څرګنده ده، د لسو ناروغانو له ډلې اته نه پوهېږي چې د هغوی درملنه څنګه شوې ده.»

په ورته مهال د داخلې برخې یو فارغ شوی متخصص، سیدحمید سادات وايي چې د دوی د تخصص سند د عامې څانګې له امله د بهرنیو هېوادونو د تعلیمي پروګرامونو لپاره د منلو وړ نه‌دی او له دې امله بهر کې د زده‌کړو دوام لپاره ستونزې لري.

هغه وویل: «زموږ د تخصص سند په اداري بنسټونو کې ارزښت نه‌لري او یوازې د MD سند په څېر ګڼل کېږي. دا یوه لویه ستونزه ده چې باید حل شي. په تخصصي برخو کې د څانګې د بدلون په برخه کې هم مشکلات شته؛ د بېلګې په توګه، موږ ته د ستوماتولوژۍ تخصص لیکل کېږي، خو که غواړو د فوق تخصص لپاره بهر ته لاړ شو، هغوی له موږ څخه غواړي چې خپله څانګه روښانه کړو. له مسؤلینو غوښتنه کوو چې زموږ د سند او د کار د زمینې برابرولو لپاره جدي پاملرنه وکړي.»

دا په داسې حال کې ده چې د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د ۱۴۰۴کال د جوزا په ۶مه په افغانستان کې د ښځینه روغتیایي پرسونل د کمښت په اړه خبرداری ورکړی و.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې واک ته د اسلامي امارت له رسېدو راهیسې په افغانستان کې د نجونو او ښځو پر وړاندې پوهنتونونه تړل شوي دي.

د تېرو څلورو کلونو پرمهال په کور دننه پوهنتونونو کې ښځینه محصلې د طب په برخه کې فارغې شوې نه‌دي. دغه وضعیت د هېواد د درملنې مرکزونه د ښځینه ډاکټرانو له جدي کمښت سره مخوي.

پدې خبر پورې اړوند:

شریک یې کړی:
د نن ورځې خبرونه
تحلیلونه او خبري راپورونه

خبرونه د ټولنیزو شبکو سایټونو سلام دوستانو تعقیبوي:

فیسبوک

توییتر

تلگرام