د غزې په سوېل کې د مرستو وېش یوه مرکز ته نږدې پر راټولو شویو خلکو د اسراییلي ځواکونو د ډزو په پایله کې ۲۷ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
د اسراییلو پوځ بیا وايي، په رفح ښار کې یې، پر هغې ډلې، ډزې کړي چې د مرستو وېش لپاره له ټاکل شوې لارې وتلي وو.
روغتیايي چارواکي وايي چې ښايي د مړینې او ټپیانو شمېر له دې هم لوړ شي. تراوسه په دې پېښه کې د ۹۰ کسانو د ټپيکېدو پخلی شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه ۲۷ فلسطینیان ساعت وروسته له هغې وژل کېږي چې د اسراییلو پوځ اعلان وکړ، حماس سره په نښته کې یې، درې سرتېري وژل شوي دي.
له دې وړاندې هم د غزې بشردوستانه مرستو وېش مرکز ته څېرمه چې یوه برخه یې، د اسراییلو له لوري کنټرولېږي، پر راټولو شویو خلکو د ډزو له کبله یوشمېر کسان وژل شوي او ټپیان شوي وو.


